سویلي آسیا

د پاکستان په سرحدي برخو کې د نښتې له امله دوولس جنګیالي او څلور پاکستاني پوځیان ووژل شول

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان پولې ته څېرمې د چترال د کلاش سیمې په یوه امنیتي پوسته کې له پاکستاني پوځیانو سره په نښته کې دوولس جنګیالي وژل شوي دي.

په دغه بیانیه کې راغلي چې په دې برید کې څلور پاکستاني پوځیان هم وژل شوي دي.

بیانیه وایي، د افغانستان د نورستان او کونړ ولایتونو په ګاوردش، پتیګل، برګ متال او بطاش سیمو کې د مخالفو جنګیالیو خوځښتونه په افغانستان کې د طالبانو له ادارې سره شریک شوي دي.

په دغه بیانیه کې زیاته شوې: «تمه کېږي چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د پاکستان خلاف د ترهګرو کړنو د دوام لپاره د افغانستان خاورې د کارولو مخه ونیسي.»