نړۍ

د هند د بهرنیو چارو وزیر: د جي۲۰ ډلې په ناسته کې د چین د ولسمشر نه ګډون پر دغه ناسته اغېز نه لري

India’s external affairs minister S. Jaishankar. Source: All India Radio

هند وايي، راتلونکې اوونۍ په نوي ډیلي کې د جي ۲۰ په غونډه کې د چین د ولسمشر نه ګډون به د غونډې پر خبرو اغېز ونه کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې د دې غونډه پر وړاندې بله ستونزه به د روسیې دریځ وي، چې هڅه به شي، چې د غونډې د اکثریت ګډونوالو پرېکړه ومني.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د نړۍ بډایه هېوادونه له روسیې سره د اوکراین د شخړې په اړه له ژورو اختلافاتو سره لاس او ګرېوان دي.

په داسې حال کې چې هند په نوي ډیلي کې د جي۲۰ سرمشریزې کوربه توب ته چمتووالی نیسي، په دې غونډه کې د چین د ولسمشر د نه ګډون په اړه اندیښنې را پورته شوې دي.

خو د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د ولسمشر شين جین پینګ نه ګډون به په دې غونډه کې پر خبرو اغېز ونه کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر وايي: «زما په نظر، باید انتظار وکړئ او وګورئ چې واقعاً په خبرو اترو کې څه پیښیږي، نه یوازې د هغه څه په اړه چې امکان لري په ټاکل شوي حالت کې څه ویل کیدی شي.»

له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبرداری ورکړی چې روسیه به د غونډې له وروستۍ اعلامیې مخنیوی وکړي څو د اوکراین او نورو بحرانونو په اړه د مسکو دریځ په کې څرګند نه شي.

د سینګاپور پوهنتون څېړونکې نازیه حسین وايي: «هند باید اجازه ورنه کړي چې د روسیې او اوکراین جګړه د دې غونډې اصلي موضوع شي. په هر حال، G20 خپل ځان د نړیوالې اقتصادي همکارۍ لپاره د لومړي جوړښت په توګه پېژندلی دی.»

کارپوهان وايي چې د شي جین پینګ او همدارنګه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نه ګډون په دې معنی دی چې په غونډه کې د “مشرانو لخوا ګډې اعلامیې” ته رسیدل به ستونزمن وي.