ښځې

په جرمني کې د افغان مېرمنو حقونو د یو شمېر فعالینو د خوړو له اعتصاب څخه څلور ورځې تېرېږي

په جرمني کې د ښځو د حقونو فعاله تمنا زریاب پریاني چې له څلورو شپو راهیسې یې لوږتړ کړی پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې ملګري ملتونه باید محافظه کاري پرېږدي او په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني.

هغې له یو شمېر نورو مېرمنو سره د سپتمبر له لومړۍ نېټې د جرمني په کولن ښار کې د افغان مېرمنو وضعیت ته د نړۍ د بې پامۍ په اعتراض کې د خوړو دوولس ورځنی اعتصاب کړی دی.

پریاني په دوام کې لیکلي چې له افغانستانه بهر مېرمنو سره رسمي یا غیررسمي کتنې د ننه په افغانستان کې د میلیونونه «بندي مېرمنو» په ژوند کې څه بدلون نه راولي.

دا په داسې حال کې دي چې تراوسه بېلابېلو هېوادونو او په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارد بنت په جرمني کې د ښځینه فعالانو د لوږتړ په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې دي چې ریچارد بنت په دې وروستیو د ترکیې په ګډون ځینو هېوادونو له افغانستانه بهر د ښځو حقونو له یو شمېر فعالانو سره په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله خبرې اترې کړې دي.

هغه په جرمني کې له مدني فعالانو سره له خبرو وروسته وویل چې د افغانستان وضعیت ته پاملرنه نړیوال مسوولیت دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا هېواد د بشري حقونو له ناورین سره مخ شوی دی.

په اوسني وخت کې افغان ښځې او نجونې د تحصیل او کار اجازه نه لري.

د بشري حقونو فعالان وايي چې له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند ښايي «د جنسیت او جنسیتي اپارتاید پر بنسټ د بشري جنایت په توګه وګڼل شي.»

تازه د ملګروملتونو کارپوهانو هم ویلي چې په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید په اړه بحث اړین دی.