افغانستان

کابل ته د بریتانیا د دیني عالمانو د سفر په وړاندې د بشري حقونو د یو شمېر فعالانو توند غبرګون

د بشر حقونو یو شمېر فعالانو په یو پرانیستي لیک کې د بریتانیا له حکومته غوښتي چې د دیني عالمانو د هغې ډلې مخه ونیسي چې د دوی په باور د طالبانو د سپینولو هڅه کوي.

دغه فعالان چې شمېر یې تر ۵۰ تنو ډېر ښودل کېږي، وايي چې کابل ته د برېتانوي دیني عالمانو یوې ډلې په خپل وروستي سفر کې په افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت ته په پام سره، د دوی په باور د طالبانو سپیناوی کوي.

د روان کال د جولای په پای کې د طالبانو د حکومت ځینو بنسټونو خبر ورکړ چې د برېتانوي دیني عالمانو یوې ډلې د افغانستان د وضعیت د څېړلو لپاره کابل ته سفر کړی او له یو شمېر لوړ پوړو طالب چارواکو سره یې لیدلي دي.

د بشر حقونو یو شمېر فعالانو، فرهنګي او مدني شخصیتونو او د پوهنتون استادانو برېتانوي چارواکو ته په یوه پرانیستي لیک کې ویلي چې د دیني عالمانو یوه ډله چې د جولای په ۲۷مه د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره د لیدلو لپاره کابل ته تللې وه، د بشري حقونو وضعیت ته په بې پامۍ سره د دې ليک د ليکونکو په وينا د طالبانو د سپينولو په هڅه کې دي.

برتانوي چارواکو ته د ځینو افغان فعالانو د پرانیستي لیک په یوه برخه کې راغلي: «د جولای په ۲۷مه، د برېتانیا د دیني عالمانو یوې ډلې چې زیاتره یې پاکستاني او عرب نژاده وو، د تبلیغ په موخه هغه څه چې د هغوی په نظر د حقایقو موندنې ماموریت وو د طالب چارواکو تر عملي ملاتړ لاندې افغانستان ته سفر وکړ چې د دوی ظالمانه او دوامداره کړنې سپینې کړي.»

د ښځو حقونو یو شمېر فعالان هم وايي چې نړۍ باید د افغان ښځو او نجونو سره یو ځای حرکت وکړي.

د بشر حقونو فعاله مریم معروف آروین وايي: «د برتانیا او نړیوالې ټولنې په څېر هېوادونه که اوس هم په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته لږ درناوی هم لري، باید په جدي توګه د دا ډول چلندونو او کړنو پر وړاندې ودرېږي.»

په دغه لیک کې همدارنګه له برېتانوي چارواکو غوښتل شوي چې د دا ډول سفرونو په اړه پلټنې وکړي. دغو فعالانو چې شمېر یې ۵۰ تنه ښودل شوی، په دغه لیک کې لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره بشري حقونو وضعیت خراب شوی او د دوی په وینا افغان ښځې او نجونې د جنسیتي اپارتاید له عملي کېدو تر جنسیتي تبعیض سره مخ دي.

خو په افغانستان کې دننه هغه نجونې محصلینې چې د طالبانو له خوا د زده کړو له حقه محرومې شوي وايي چې د افغان ښځو او نجونو هيلې او تمې د له منځه تلو په حال کې دي.

یوه محصله نرګس صافۍ وايي: «هغه هیلې او خوبونه چې افغان ښځو او نجونو لرل له خاورو سره یو کیږي. خپلې انګېز ې له لاسه ورکوي او په خپګان اخته شوي دي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د طالبانو د حکومت ځینو بنسټونو د جولای په وروستیو کې اعلان کړی و چې د برېتانیې د دیني عالمانو یوه پلاوي د افغانستان د وضعیت د لیدنې په موخه کابل ته سفر کړی، د راپورونو پر بنسټ دغه پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، امر بالمعروف، عدلیې او د لوړو زده کړو وزارت له وزیرانو سره لیدلي وو.