د عراق په کرکوک ښار کې د قومي ډلو ترمنځ د نښتې په پایله کې درې تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
شخړه کرکوک کې د یوې ودانۍ پر سر ده، چې یوه موده د کردستان دیموکراټیک ګوند دفتر و، خو د عراق پوځ له ۲۰۱۷ کال راهیسې د خپل مرکز په توګه کار ترې اخلي.
![](https://amu.tv/wp-content/uploads/2023/09/vlcsnap-2023-09-03-11h06m15s129-1024x576.jpg)
د عراق دولت غواړي، د ښه نیت له مخې دا ودانۍ بېرته د کردستان ګوند ته وسپاري، خو عرب او ترکمن مخالفینو تېره اونۍ د دولت د پرېکړې په اعتراض د ودانۍ مخې ته اعتراضي خیمه رامنځته کړه.
تاوتریخوالی وروسته له هغې پیل شو، چې یوه ډله کرد اعتراضکوونکي دغې خیمې ته نږدې شول.