افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: ډېری افغان ماشومان په لوږه ښوونځي ته ځي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې ډېری ماشومان په لوږه ښوونځي ته ځي.

دغه بنسټ په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو نهه یې کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

د خوړو د نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې په روان زېږدیز کال کې یې د یو میلیون ماشومانو لپاره چې نیمایي یې نجونې دي، قوي خوراکي توکي وېشلي دي.