افغانستان ښځې

د مېرمنو له ګډونه پرته د طبي شورا او عامې روغتیا د ماسترۍ پروګرام آزموینه

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د آزموینې ملي ادارې، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د عمومي طب محصلینو آزموینه ترسره کړه.

د طبي شورا او د کابل د طب پوهنتون د عامې روغتیا د ماسترۍ پروګرام خروجي آزموینه(Exit Exam)  د شنبې په سهار د آزموینو د ملي ادارې له خوا په کابل کې ترسره شوه.

د آزموینو د ملي ادارې د مسوولینو په وینا په طبي شورا کې د ګډون کوونکو شمېر درې زره او ۳۰۰ او د کابل د طبي پوهنتون د ماسترۍ په پروګرام کې ۶۰۰ تنه دی.

په داسې حال کې چې طالبانو په دغه آزموینه کې د نجونو محصلینو د ګډون یا نه ګډون په هکله څه نه دي ویلي؛ خو سرچینې وايي چې ښځو او نجونو ته په دې آزموینه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړ شوې او له ښځو او نجونو د آزموینې د نه اخیستو په صورت کې به د افغانستان روغتیايي سیستم له جدي ستونزې سره مخ شي.

دا دوهم کال دی چې طالبان په دغه آزموینه کې د نجونو د ګډون مخه نیسي او په افغانستان کې له طب پوهنځي سلګونه فارغې شوې نجونې ددې آزموینې د ترسره کولو غوښتونکې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي او همداراز د نجونو پرمخ پوهنتونونه وتړل شول او کابو دوه کاله کېږي چې نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي؛ خو سره له دې په دې اړه د طالبانو په سیاست کې کوم بدلون نه دی راغلی.