افغانستان

پاکستان کې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي په موخه له دې هېواد سره د همکارۍ لپاره د طالبانو شین څراغ ښودل

Photo: Reuters

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پاکستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني له قوله راپور ورکړی، چې طالبانو پاکستان کې د ځینو ترهګریزو بریدونو عاملین د افغانستان په خاوره کې نیولي دي.

ښاغلي جیلاني ویلی، چې طالبانو دا نیونې له اسلام‌اباد سره شریکې کړې دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د پاکستان د لنډمهاله حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي، چې طالبانو پاکستان کې د یو شمېر (ترهګریزو بریدونو) عاملین نیولي او د اسلام‌اباد چارواکو ته یې خبر ورکړی دی.»

د پاکستان د موقتې کابینې دغه غړي بیا د نیول شویو کسانو د هویت په اړه او دا چې له کومو ترهګریزو ډلو سره یې اړیکه لرله، معلومات نه دی وړاندې کړي. خو په دې وروستیو کې د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، اسلام‌اباد تر ډېره د ټي‌ټي‌پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک فعالیت ته اندېښمن دی.

د پاکستان آزاد خبریال طاهر خان وايي: «د ټي ټي پي په اړه د پاکستان غوښتنه هم ده، د نړۍ په هره غوښتنه کې هم ټي ټي پي د یوه ګواښ په توګه یاد شوی، د طالبانو له حکومته د پاکستان غوښتنه دا ده چې د ټي ټي پي د فعالیت مخه ونیسي.»

طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي دریځ نه دی خپل کړی. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د راپور د خپرېدو تر مودې په دې اړه د آمو پوښتنې ته ځواب ورنه‌کړ.

خو پاکستان کې د ناامنۍ او د ټي‌ټي‌پي فعالیتونو له زیاتېدو هم‌مهاله، له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترینګلې شوې او د پاکستان ځینو لوړپوړو پوځي چارواکو ادعا وکړه، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان د ناامنۍ لپاره کار اخیستل کېږي.

له دې مخکې د پاکستان لپاره د بریتانیا کمیشنرې جین ماریوټ هم له طالبانو غوښتي و، ترڅو افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو مخه ونیسي، خو طالبانو په پرله‌پسې ډول د دغو اندېښنو په ځواب کې ویلي چې پاکستان کې ناامنۍ په خپله همدې هېواد کې رېښه لري او افغانستان پورې کوم تړاو نه لري.