نړۍ

شمالي کوریا د دوو توغندیو په ویشتلو، پر سویلي کوریا اټومي برید تمرین کړ

شمالي کوریا د چهارشنبې په شپه پر کوریا ټاپو د امریکا د ستراتیژیکو بم غورځوونکو الوتکو د ګرځېدو په غبرګون کې د لنډ واټن ویشتونکو دوو توغندیو د ویشتلو خبر ورکړی دی.

د شمالي کوریا د دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، په سویلي کوریا کې پر پوځي هدفونو د اټومي برید تمرین په موخه چې «پوځي قوماندانۍ او مرکزونه» پکې شامل دي ترسره شوی.

د شمالي کوریا پوځ د یوې بیانیې په صادرولو سره اعلان وکړ: «ددغه مانور موخه دښمنانو ته د روښانه پیغام لېږل وو.»

د دغه خبر له مخې، په دې تمرین کې د دښمن د برید دفع کول او د سویلي کوریا نیول شامل وو.

له دې سره په یو وخت سویلي کوریا پر سمندر د دوو توغندیو د لګېدو خبر ورکړی دی.