افغانستان

د ۲۰۲۱ د اګست په دوهمه نیمايي کې په سپینه ماڼۍ کې څه روان وو؛ په دې اړه د یوه امریکايي لیکوال روایت

ښايي د افغانانو په ګډون ټول وغواړي پوه شي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ تر ۳۱ پورې، هغه مهال چې په افغانستان کې جمهوریت سقوط وکړ، خلک بې ځایه شول، امریکا له افغانستانه ووتله، د امریکا پر ولسمشر جوبایډن چې له افغانستانه یې ځواکونه ایستلي وو، څه تېرېدل. په سپينه ماڼۍ کې په روان وو؟

پولیټکو رپوټ ورکړی چې د اتلانتیک کارکوونکو لیکوال او د نوي جمهوریت پخوانی منشي فرانکلین فوئر د وروستي سیاستوال په نوم کتاب کې: د جوبایډن پرمهال د سپينې ماڼۍ د ننه پېښو او د امریکا د راتلونکي لپاره مبارزې په اړه معلومات ورکړي.

ددې کتاب په یوه برخه کې چې د سه شنبې په ورځ خپور شوی لیکل شوي، هغه مهال بایډن سخت ناهیلۍ شو چې د ملي امنیت د سلاکار جیک سالیوان له خوا ورته خبر ورسېد چې محمد اشرف غني له افغانستانه وتلی دی.

د فرانکلین فوئر کتاب په یوه برخه کې راغلي: «کله چې د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان، دا خبر بایډن ته ورکړ چې د افغانستان مخکینی ولسمشر اشرف غني له هېواده تښتېدلی، هغه لیکي، بایډن له ناهیلۍ نارې کړې او وې ویل: «ما آرام ته پرېږده.»

د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ یا نی دفتر رییسمجیب خلوتگر وايي: «په کابل کې د اګست د ۱۵ په لسو بجو، د ورځې تر پایه د دې شاهدان وو، هرڅه مو چې لرل له لاسه ولاړل، هغه ورځ داسې ورځ وه چې ښايي د افغانستان په تاریخ کې هسې ورځ نه وي تېره شوې.»

فرانکلین لیکلي چې جوبایډن په سپينه ماڼۍ کې له خپلې چوکۍ د وضعیت څارنه کوله، د فرانکلین په وینا یو ځل بایډن خپل یوه سلاکار ته وویل، یا به مطبوعات خپل عقل له لاسه ورکړي یا زه.

د فرانکلین فوئر د کتاب په بله برخه کې راغلي: «ډېری تفسیرونه د هغه لپاره ګرم شوي وو، نوموړي خپل یوه سلاکار ته وویل: یا مطبوعات خپل عقل له لاسه ورکوي یا زه.»

د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي وايي: «د اګست په ۱۵ افغانستان سقوط وکړ، کابل سقوط وړ، نه یوازې کابل سقوط وکړ، بلکې د ۳۶ میلیونه افغانانو برخلیک او پروګرامونو سقوط وکړ»

ددغه کتاب په یوه بله برخه کې، فرانکلین سخته خواشینونکې صحنه انځوروي چې په مجازي فضا کې د وتلو په اړه خپره شوه، کله چې لسګونه افغانان له هېواده د تېښتې لپاره د امریکا د یوې پوځي الوتکې څنګ ته ورغلل.

«یوازې هوا ته د الوتکې له پورته کېدو وروسته، د الوتکې کارکوونکو په تاریخ کې خپل مقام کشف کړ، کله چې پیلوټ ونه توانېده د الوتکې ټایرونه په بشپړ ډول ورټول کړي، یو کارکوونکی د ارزونې لپاره ولاړ او له یوه کوچني سوري یې بهر ته وکتل. د کړکۍ له لارې د انسان ټوټې لیدل کېدای شوای.»

دا کتاب چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ له پنګوئن رندوم هاوس څخه خپور شي، د بایډن د ولسمشرۍ د لومړیو دوو کلونو پېښې پکې ویل شوې چې د ۲۰۲۲ کال د منځ مهاله ټاکنو په ترسره کېدو پای ته رسېږي.