نړۍ

څلور ماشومان او یوه ښځه یونان ته پر لاره په اوبو کې ډوب شول

د یونان دولت اعلان کړی، د څلورو ماشومانو او یوې مېرمنې په ګډون پنځه کډوال د دغه هېواد لبسوس او ساموس ټاپوګانو ته نږدې ډوب شوي دی.

د یوناني چارواکو په وینا دغو کډوالو هڅه کوله له سینده تېر او یونان ته ورسېږي.

د یونان دولت ویاند پاولوس ماریناکیس ویلي چې ددغه هېواد ساحلي ځواکونو د دوشنبې په سهار ۲۳ تنه د ترکیې له اوبو څخه وژغورل چې څلورو تنو یې وروسته ساه ورکړه.

د هغه په وینا، په دغو قربانیانو کې یو اته کلن هلک او درې ۱۴ او اته کلنې او د یوولسو میاشتو نجونې وې.

د یونان ساحلي ځواکونو د قربانیانو او ژغورل شویو کډوالو مړي لبسوس ساحل ته لېږدولي دي.

ماریناکیس زیاته کړې چې یوناني ځواکونو همداراز په ساموس ټاپو کې یوه بېهوشه شوې ښځه او یو ماشوم موندلي چې ښځې وروسته ساه ورکړه.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو ادارې د معالوماتو له مخې، په روان زېږدیز کال کې څه د پاسه ۱۵ زره او ۶۰۰ تنه یونان ته رسېدلي چې دوولس زره یې د سمندر له لارې دغه هېواد ته تللي دي.