افغانستان

په ایران کې د استوګنې وېزو د نه تمدید په اړه د پخوانیو افغان پوځیانو اندېښنه

امین‌الله رنجبر ۱۲ کاله د افغانستان د پولیسو ځواکونو په لیکو کې و. اوس د مخکیني حکومت یو له سلګونه پوځیانو څخه دی چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې کډوالۍ ته مخه کړې او له خپلې کورنۍ سره په ایران کې اوسېږي. هغه د ویزې د نه تمدید او له ایرانه افغانستان ته د مخکینیو پوځیانو د بېرته ستنېدو د ګواښونو په اړه خبرې کوي.

مخکینی پوځي امین‌الله رنجبر وايي: «اړ یم چې کمېشن کارانو ته ۱۲ یا دیارلس میلیون تومان ورکړم ترڅو مې وېزه تمدید شي، درې ځله تمدیدېږي چې درې میاشتنۍ دورې لري. له نهو میاشتو وروسته باید له ایرانه افغانستان ته ستانه شو. په داسې حال کې چې دا د پوځیانو لپاره ګرانه ده، دوی په افغانستان کې خوندي نه دي.»

امین‌الله رنجبر زده‌کړو ته د خپلو ماشومانو د نه لاسرسي، له رواني ستونزو سره د مخ کېدو، پرځېدلي اقتصاد، بې برخلیکۍ او له ګڼو نورو ننګونو شکایت کوي. امین‌الله له ملګرو ملتونو او له هغو هېوادونو چې پناه‌غوښتونکي مني غواړي، چې ایران کې د مخکینیو افغان پوځیانو د کورنیو بیا مېشتولو ته پام وکړي.

په دې منځ کې د ایران ځانګړي استازي ویلي، هېواد یې له افغان پناه‌غوښتونکو د نړیوال ملاتړ د جلبولو لپاره یوه ځانګړې کړنلاره په لار اچولې چې ملګري ملتونه به په دې چوکاټ کې ځینې همکارۍ وکړي.

ایران کې د افغان روغتیاپالانو او قابله‌وو روزنې هم د دې هوکړې یوه برخه دي. خو روښانه نه ده چې څومره افغانان به له دې پروګرام څخه برخمن شي.

ایران کې افغان پناه‌غوښتونکې حکیمه مهناز جعفري وايي: «په ایران کې د افغان کډوالو ستونزې زیاتې دي، افغان کډوال په ایران کې د وېزو د نه تمدید تر اقتصادي ستونزو پورې چې هره ورځ د توکو بیې لوړېږي او همداراز د کورونو کرایې هم ډېرې لوړې دي.»

ایران د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی. خو په دې هېواد کې د اقامت ترلاسه کول ستونزمن او ډېر لګښت لرونکی کار ګڼل کېږي. له همدې امله پناه‌غوښتونکي په ځانګړې توګه مخکیني پوځیان او هغه کسان چې زیان‌منونکي بلل کېږي، افغانستان ته د جبري ستنېدو او د طالبانو تر ولکې لاندې خپل ژوند او روغتیا ته اندېښمن دي.

له دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې په یاد هېواد کې نږدې ۷ میلیونه افغان پناه‌غوښتونکي اوسېږي.