نړۍ

بایډن د هغو پوځیانو ستاینه وکړه چې له افغانستانه د وتلو پرمهال وژل شوي وو

د امریکا ولسمشر جوبایډن د شنبې په ورځ په یوه بیانه کې هغه دیارلس پوځیان وستایل چې دوه کاله مخکې په افغانستان کې د برید پرمهال ووژل شول.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه په کابل له نړیوال هوايي ډګره بهر درنه چاودنه کې دیارلس امریکایي پوځیان ووژل شول او لږتر لږه ۱۷۰ ملکي افغانان پکې ټپیان شول.

بایډن په دې بیانه کې وویل: «نن، جیل او زه د دیارلسو مېړنيو امریکايي سرتېرو او څه د پاسه سلو بې ګناه افغانانو په چې «ابي ګېټ» کې د ویرونکي ترهګر برید په پایله کې ووژل شول یادونه کوو او خپله خواشیني څرګندوو.»   

هغه زیاته کړه: «ګڼ شمېر نور کسان ټپیان شول او د هغې ورځې د ټپونو او وېرې آثار به د ژوند تر پایه راسره وي.»

بایډن او دولت یې له افغانستانه د وتلو له امله له ګڼو نیوکو سره مخ شوی دی.

د امریکا د سناجرګې غړي لیندسي ګراهام ویلي چې فکر کوي بایډن باید د هغه وخت د وتلو مدیریت له امله استیضاح شي.

همداراز د امریکا د استازو جرګې رییس مک کارتي د هغو کسانو په یادولو سره چې په د دوه کاله مخکې په برید کې ووژل شول، وویل چې حکم یې کړی د امریکا د کانګرس پر ودانۍ بیرغونه نیم ځوړند شي.  

ښاغلي کارتي په ایکس ټولنیزه شبکه کې په خپله لیکنه کې وویل: «دوه کاله مخکې په همدې ورځ، موږ په غمجنه توګه په افغانستان کې دیارلس مېړني ښځې او نارینه سرتېري له لاسه ورکړل. ما حکم کړی چې ددغو امریکايي اتلانو په ویاړ د امریکا د کانګرس پر ودانۍ بیرغونه نیم ځوړند شي.»