افغانستان

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال: داعش ډله په افغانستان کې په پېچلې بڼه د ودې په حال کې ده

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه؛ د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې د داعش ګواښونه د بحث چورلیز دی. د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په پیل کې په افغانستان کې د داعش د ودې خبر ورکوي او په افغانستان کې د ترهګرو لاس ته د وسلو د غورځېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ولادیمیر ورنکوف وايي: «داعش ډله له افریقا هاخوا په افغانستان کې په پیچلې بڼه د ودې په حال کې ده. اوس مهال د ترهګرو لاس ته د وسلو او مهماتو د رسېدو ویره شته. سربیره پر دې په دغه هیواد کې د شاوخوا شلو ترهګرو ډلو فعالیت، د طالبانو د اوسنیو چارواکو لخوا ځپونکي اقدامات، د دوامدار پرمختګ نشتوالی او بشري وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره د پام وړ ګواښ رامنځته کړی.»

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازی چې د امنیت شورا د غونډې مشري هم کوي، د ترهګرۍ ضد کمېټې موندنو ته په اشارې سره، په نړۍ کې د داعش د ودې په اړه اندېښنه ښیي او وايي چې هلته په افغانستان کې هم باید د دې ډلې د پښې اېښودو لپاره ځای نه وي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو دایمي استازې لینډا توماس ګرینفیلډ وايي: «افغانستان باید د القاعدې او داعش په ګډون ترهګرو ډلو ته چې د بریدونو د ترسره کولو لپاره پنځایونه ترلاسه کوي، خوندي پټنځایونه برابر نه کړي.»

په همدې حال کې د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې استازې په افغانستان کې د امریکا پر سیاستونو سختې نیوکې کوي او وايي، هغه وسلې چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره افغانستان ته راوړل شوې وې اوس د ترهګرو په لاس کې دي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازې مرستیاله ماریا زابولوتسکایا وايي: «القاعده هېڅکله په بریالیتوب سره نه وه ماته شوې او اوس په افغانستان کې داعش هم رامنځته شوي، په پایله کې هغه وسلې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره دې هېواد ته راوړل شوې وې، په نورو ځایونو کې خپله د ترهګرو لاس ته لوېدلې، چې د جنوبي او مرکزي اسیا سوله او امنیت ګواښي.»

د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر هم په وار وار په افغانستان کې د امریکا د پاتې شویو وسلو او ورته د ترهګرو له لاسرسي اندېښنه ښودلې او حتی چې دا وسلې پر نورو هیوادونو هم پلورل کیږي.