افغانستان

په هرات کې د پاسپورت مدیریت په دروازه کې د خلکو کمسارې ګڼه ګوڼه

په هرات کې د طالبانو د پاسپورت ریاست د چهارشنبې په ورځ اعلان کړی و چې له دې وروسته د نوم لیکنې پاڼې وېشي.

نن پنجشنبې ورځ ګڼ شمېر خلک ددغه خبر له اورېدو وروسته د پاسپورت اخیستو لپاره دغه مدیریت ته ورغلل.

یو شمېر دا کسان وايي، د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان دوی اړ کړي چې په ساعتونو ددغه مدیریت په مخکې په تمه شي ترڅو پاسپورت واخلي او له هېواده وتښتي.

د هرات یوه اوسېدونکې زهرا وايي: «کله چې پاسپورت ادارې ته ولاړم ومې لیدل چې زرګونه کسان راټول شوي چې پاسپورت واخلي خو د ګڼې ګوڼې له امله دا بهیر ودرول شو. د خواشینۍ ځای دی او دا لویه غمیزه ده.»

دا وګړي چې له سهاره تر شپې پورې دا ډول د پاسپورت اخیستو په تمه ولاړ وو.

د هرات یو شمېر اوسېدونکي چې نه غواړي په راپور کې یې نومونه په ډاګه شي آمو ته وایي، طالبانو د خلکو د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره ډزې وکړې.

د ګڼ شمېر خلکو ورتګ د دې لامل شو چې طالبانو د وېش دا بهیر ودروي.

په هرات کې د طالبانو د پاسپورت مدیریت وايي، له دې وروسته ناروغانو ته د نوم لیکنې پاڼې ورکوي. له دې سره په یو وخت دغه مدیریت وايي چې د ورځې به کابو زرو تنو ته په آنلاین بڼه د نوم لیکنې پاڼې ورکړي.

په هرات کې د طالبانو د پاسپورت مدیر ملا حسین رحیمي وايي: «هغه څه چې پرون مو خپلو هېوادوالو ته وویل موږ له دې وروسته د ورځې ۵۰۰ ټوکه په آنلاین بڼه توزیع کوو او هغه کسان چې ستونزه لري آفلاین یې ورته اجرا کوو، له بده مرغه نن له شلو زرو زیات کسان راغلي وو، موږ نه دومره پرسونل لرو او نه یې اجرا کولای شو.»

طالبانو د تېر زېږدیز کال د مې په ۲۵مه اعلان وکړ چې لیتوانیا د افغانستان لپاره درې میلیونه پاسپورتونه چاپ کړي او هېواد ته یې رالېږلي دي.

له دې سره سره د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د هېوادوالو لپاره د پاسپورت اخیستل ګران شوي دي. له دې مخکې ځینو سرچینو آمو ته ویلي و چې کمېشن کاران یو پاسپورت په یوه اونۍ د ۱۴۰۰ ډالرو په بدل کې خلکو ته اخلي او یو شمېر کسان اړ دي له همدې لارې پاسپورت ترلاسه کړي.

تازه طالبانو خبر ورکړی چې په پاکستان او ترکیه کې د افغانستان پر سفارتونو سربېره، په تهران کې د افغانستان سفارت هم چې د طالبانو له خوا اداره کېږي په دې هېواد کې افغانانو ته پاسپورتونه ورکوي.