نړۍ

د امنیت شورا سوریه کې د بېځایه شویو وضعیت او د بهرنیو ځواکونو شتون ارزولی دی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ سوریه کې له جګړې څه د پاسه ۱۲ کاله وروسته د بهرنیو ځواکونو حضور او د بېځایه شویو وضعیت ارزولی دی.

په دې سازمان کې د امریکا سفیرې لینډا توماس – ګرینفیلډ دغه ناسته کې ټنیګار وکړ چې واشنګټن هڅه کوي، سوریه کې د بشارالاسد حکومت ځواب ویونکی وساتي او د دې هېواد پروړاندې بندیزونه لا هم دوام لري.

اغلې لینډا چې د امنیت شورا د ناستې مشري یې پر غاړه لرله وې‌ویل: «امریکا به له رژیم څخه د ناسمې ګټې اخیستنې په اړه د ځواب ویلو دودولو ته دوام ورکړي له دې جملې د هغو کسانو پروړاندې د بندیزونو په پلي کولو چې وړ یې دي. د متحده ایالاتو بندیزونه به تر هغې پاتې شی چې د سیاسي حل‌لارې په برخه کې د پام وړ پرمختنګ ترلاسه شي.»

په همدې حال کې ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني وویل، چې تهران د سوريې پر واکمنۍ د اسراییل تېری غندی.

هغه وویل: «موږ د اسراییل رژیم له خوا د سوریې له واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دوامداره سرغړونه او تېری غندو. پر دمشق او شاوخوا سیمو یې ترهګریزو بریدونو ته ورته بریدونه چې د اګسټ پر ۲۱ یې تر ډېره ملکي بېخ‌بنسټونه په نښه کړل، له نړیوالو بشردوستانه قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه ښکاره سرغړونه ده. هغوی همداراز د سیمې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ دي. دغو ناسمو کړنو ته د رسېدنې لپاره د نړیوالې ټولنې بې‌وسي په ژوره توګه د اندېښنه وړ ده.»

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل او روسیې په روانه اونۍ کې د سوریې پر خاورې بریدونه وکړل چې لږترلږه ۱۸ تنه پکې ووژل شول.

له بل لوري، تېره میاشت سوریې ته بشردوستانه مرستو د دوام لپاره د سوریې د دولت اصلي ملاتړې روسیه او د لوېدیځ هېوادونه ونه‌توانېدل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا فرمان د غځولو لپاره هوکړې ته ورسېږي.