افغانستان

دوبۍ ته د نجونو محصلینو له سفره د طالبانو د مخنیوي په وړاندې د الحبتور بنسټ د رییس غبرګون

د متحده عربي اماراتو الحبتور بنسټ مشر وايي، طالبانو هغو نجونو ته چې د تحصیلي بورسونو لپاره غوره شوې وې، دوبۍ ته د سفر اجازه ورنه کړه.

خلف احمد الحبتور د طالبانو دا کار ناهیلې کوونکی بللی دی.

احمد الحبتور وايي: «نن د بلې هرې ورځې په شان دفتر ته راغلم او حیرانونکی خبر مې ترلاسه کړ چې طالبانو هغو کابو سلو نجونو ته چې زما له خوا یې مالي ملاتړ کېده، د سفر اجازه ورنه کړه، دوی ته اجازه ورنه کړل شوه چې په الوتکې کې سپرې شي، موږ هر څه ورته چمتو کړي وو او د سفر لګښت مو یې هم ورکړی و.»

د متحده عربي اماراتو دغه سوداګر پر خپله ټویټر یا ایکس پاڼه لیکلي چې د زده کوونکو نجونو لپاره له څو میاشتو پرلپسې هڅو وروسته، د دوی لپاره د لیلیې، ترانسپورت او درملنې د بیمې په شان ټولې آسانتیاوې او خدمات برابر شوي وو، خو طالبانو د کابل په هوايي ډګر کې ددغو نجونو د سفر مخنیوی وکړ. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې دي چې تېر کال د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له خوا هوايي او ځمکنیو پولو ته مکتوبونه ولېږل شول چې له محرم او سرپرست پرته مېرمنې د سفر حق نه لري.

په دې لیک کې له ۷۲ کیلومترو زیات زیات له محرم پرته ښځو لپاره منع شوی دی.

په دې لړ کې، تېر کال هم نولس نجونې محصلينې چې د ازبکستان په يوه پوهنتون کې په زده کړو بوختې وې، کله يې چې غوښتل د حیرتان بندر له لارې له افغانستانه ولاړې شي د طالبانو له خوا راوګرځول شوې.