افغانستان

د یوناما د راپور په وړاندې د غبرګونونو دوام؛ طالبانو د افغانانو له باور سره خیانت وکړ

FILE PHOTO: Taliban soldiers stand in front of a sign at the international airport in Kabul, Afghanistan, September 9, 2021. WANA (West Asia News Agency) via REUTERS/File Photo

په افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما راپور د بشري حقونو د څار بنسټ په ګډون ګڼ غبرګونونه لرلي دي.

د ملګروملتونو لوړه کمېشنري په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه زړه بوږنونکې بللې او وايي چې طالبانو د افغانستان د خلکو له باور سره «خیانت» کړی او له بشري حقونو سرغړونې ته دوام ورکوي.

ددې کمېشنرۍ ویاند وايي چې طالبانو په ۲۱۸ صحرايي وژنو، ۱۴ د جبري بې درکه کېدو، ۱۴۴ د ځورونې او شکنجې او ۴۲۴ د نیولو په موردونو کې مسوول دي.

د ملګروملتونو د لوړې کمېشنرۍ ویاند جرمي لارنس وايي: «دغه راپور د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د افغانستان د مخکیني دولت له پوځیانو او کارکوونکو سره خواشینونکی انځور وړاندې کړی دی. دا په داسې حال کې دي چې دغو چارواکو ژمنه کړې وه چې دا کسان به نه په نښه کېږي، دا د خلکو له اعتماد سره خیانت دی.»

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر په تازه راپور کې د طالبانو له خوا د افغانستان د مخکیني حکومت د پوځیانو او چارواکو په وړاندې له بشري حقونو د اته سوه موردونو یادونه شوې ده.

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند په یوه خبري ناسته کې وايي چې د طالبانو له خوا له بشري حقونو جدي سرغړونې د سلګونه مخکینیو پوځیانو او حکومتي چارواکو پرخلاف شوې دي.

د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند اسټفن دوجاریک وايي: «ښايي تاسو لیدلي وي چې په کابل کې د ملګروملتونو استازولۍ نن یو راپور خپور کړ چې د مخکیني دولت د سلګونه پوځیانو او چارواکو په وړاندې یې د طالبانو له خوا له بشري حقونو د جدي سرغړونې معتبر راپورونه ثبت کړي دي. دا راپور چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د طالبانو له واکمنۍ راهیسې بیا د ۲۰۲۳ تر جون پورې پېښې پکې شاملې دي، لږترلږه اته سوه له قانونه اخوا وژنې، خپلسرې نیونې، شکنجې، ناوړه چلند او جبري بې درکه کېدل یې ثبت کړي چې د مخکیني حکومت د پوځیانو او چارواکو په وړاندې شوي دي.»

له بلې خوا، د ښځو ارغواني غورځنګ د یوناما د راپور په غبرګون کې له معتبرو نړیوالو بنسټونو په تېره بیا د لاهې له محکمې غواړي چې د طالبانو د جنایتونو په اړه پراخې پلټنې وکړي او عدالت تامین کړي.

دغه غورځنګ په دې باور دی چې دا راپور د طالبانو د کړنو د کوچنۍ برخې ښودنه کوي.

له دې سره په یو وخت یو شمېر هېوادوال وايي طالبان باید خپلې عمومي عفوې ته ژمن واوسي.

له دې سره سره طالبانو تل د خپل حکومت او کسانو له خوا له بشري حقونو سرغړونه رد کړې. تر دې چې په یوه خبرپاڼه کې یې د یوناما وروستی راپور له واقعیته لیرې بللی دی.