افغانستان

د ظاهر شاه مرسدس بنز د امریکا په یوه نندارتون کې لومړی ځای خپل کړ

«کا ۴۵۰» ډوله مرسدس بنز چې اصل کې د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه و په روانه اونۍ کې د کلفورنیا ایالت په یوه معتبر نندارتون کې د دغه نندارتون د «تر ټولو غوره موټر» نوم خپل کړ.

د ۱۹۳۷ کال په مې میاشت کې د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه لخوا ددغه موټر د جوړولو سپارښتنه شوې وه او د هماغه کال په سپتمبر میاشت کې نوموړي ته سپارل شوی و تر دې چې په ۱۹۵۰ کال کې یې په بریتانیا کې خپل زوم ته د سوغات په توګه ورکړ.

وروسته په ۱۹۵۳ کال کې پر یوه امریکايي وګړي وپلورل شو. دغه موټر تراوسه پنځه خاوندان لرلي دي. اوسني خاوند یې هغه تېر کال په کلفورنیا ایالت کې د یوه لیلام پرمهال په ۹،۹ میلیون ډالرو اخیستی و.

روډسټر چې ددغه ماډل بنز نوم دی له هغه وخت راهیسې په بشپړ ډول د «آر ام» شرکت لخوا د مرسدس بنز کلاسیک مرکز په همکارۍ په بشپړ ډول بیارغول شوی دی.

د مرسدس بنز میراثونو رییس مارکس بریتشورډت وویل چې دغه غوره کېدو ته د دې موټر رسېدل د دې موډل مرسدس د بیارغونې او ساتلو لپاره د نوموړي د همکارانو د ژمنې ښودنه کوي.

هغه زیاته کړه دا د نوموړي او د ده د ټولو همکارانو لپاره یو بریالیتوب دی چې په دې برخه کې یې هڅې کړې دي.