نړۍ

د بشري حقونو د څار بنسټ: د عربستان پوله ساتونکو سلګونه اتیوپیايي کډوال وژلي دي

د بشري حقونو د څار سازمان د سعودي عربستان پر سرحدي ساتونکو تور پورې کړی چې په سلګونو هغه کډوال یې وژلي چې دغه هېواد ته د ننوتو تکل یې درلوده.

دغه سازمان ویلي چې د یمن سره په پوله د سعودي عربستان پوله ساتو ځواکونو په ایتوپیایي کډوالو مستقیمۍ ډزې کړي او په ځینو مواردو کې یې له چاودیدونکو توکو هم کار اخیستی دی.

مصطفی صوفیان محمد نومیږي او د ایتوپیا اوسیدونکی دی. هغه وايي چې دوه کاله وړاندې يې تکل درلود چې د کار موندلو او د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي، خو بېرته تش لاس او په يوه پښه راستون شو.

مصطفی وايي، چې د سعودي پوځیانو مستقیماً پر دوی ډزې کولې او په دې پېښه کې یې یوه پښه له لاسه ورکړه.

هغه زیاتوي: «موږ ۴۵ تنه وو او یوازې درې ژوندي پاتې شو، ډاډه یم. ما له هغې ټولو سره اړیکه ونیوله او بریالی شوم چې له درېیو سره خبرې وکړم، نورو ته لاسرسی نشته. یوازې خدای پوهیږي چې د نورو سره به څه پیښ شوي وي.»

اوس د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د سعودي عربستان سرحدي ځواکونو په سلگونو ایتوپیايي کډوال چې د یمن او سعودي عربستان ترمنځ له پولې څخه په استفادې یې دغه هیواد ته د ننوتو تکل درلود، وژلي دي.

د بشري حقونو ډلې په یوه ۷۳ مخیز راپور کې اعلان کړی، چې د سعودي ساتونکو له نږدې واټن پر کډوالو ډزې کړي او یې شمېر یې په چاودېدونکو توکو هم له منځه وړي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دغه سازمان ویلي چې دغو کډوالو د ۲۰۲۲ کال له مارچ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې سعودي عربستان ته د ننوتو تکل درلود.

د بشري حقونو د څار سازمان د کډوالو حقونو څانګې څیړونکې نادیا هارډمن وايي: «د بشري حقونو د څار سازمان کې، موږ له ۲۰۱۴ کال راهیسې د سعودي سرحدي ساتونکو لخوا په پوله کې د کډوالو او پناه غوښتونکو وژنې مستند کړي، خو دا وژنې عموماً نا منظمې وې. زه د څو په اړه خبرې کوم، زما مطلب له هغو مرکه کونکو څخه دی چې ما ورسره خبرې کړې دي، موږ د چاودیدونکو وسلو ۲۸ پیښې مستند کړي دي.»

مصطفی صوفیان محمد وايي: «زما یو شمیر ایتوپیایي ملګري هم تکل لري چې سعودي عربستان ته ولاړ شي، ما ته وګورئ. د ګولیو یو باران ستاسو په تمه دی. وګورئ او عبرت ترې واخلئ.»

په همدې حال کې یوه سعودي چارواکي چې نهغوښتل نوم یې واخیستل شي د دوشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته دغه ادعاوې رد کړې او د بشري حقونو د څار سازمان راپور یې بې اساسه او بې اعتباره بللی دی.

د راپور پر بنسټ اوس مهال ۷۵۰ زره ایتوپیایي وګړي په سعودي عربستان کې ژوند کوي، چې ډېری یې د اقتصادي ستونزو له امله دغه هېواد ته تللي دي.