افغانستان

یوناما: د طالبانو له خوا له بشري حقونو د جدي سرغړونې په اړه مو معتبر راپورونه ثبت کړي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما د افغانستان د مخکیني دولت د پوځیانو او چارواکو له بشري حقونو د سرغړونې په نوم تازه راپور کې لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ د ۲۰۲۳ کال د جون تر دېرشمې پورې یې د مخکیني دولت د امنیتي او دفاعي ځواکونو او همداراز چارواکو په وړاندې د طالبانو له خوا له بشري حقونو د سرغړونې اته سوه موردونه ثبت کړي دي.

لږ ترلږه ۲۱۸ موردونه یې د مخکیني دولت د پوځیانو او چارواکو د وژلو، ۱۴ د جبري بې درکه کېدو، ۱۴۴ د شکنجې او ناوړه چلند او ۴۲۴ موردونه هم د خپلسرو نیونو دي.

ددغه راپور پربنسټ د مخکیني دولت د پوځیانو او چارواکو په وړاندې له بشري حقونو د سرغړونې تر ټولو زیاتې پېښې په کابل، بلخ او کندهار کې شوې دي.

په راپور کې راغلي چې د مخکیني دولت پوځیان د بشري حقونو د سرغړونې له تر ټولو زیاتو ګواښونو سره مخ دي، مخکیني ملي پولیس او د ملي امنیت ځواکونه په دوهمه او دریمه کچه له ګواښ سره مخ دي.

خو د طالبانو ویاند په ایکس ټولنیزه شبکه کې د یوناما د راپور په ردولو سره ویلي لږ شمېر د فردي غچ اخیستو پېښې شوې چې هغه هم د طالبانو د حکومت لخوا څېړل شوې او رسېدنه ورته شوې ده.

د یوناما له راپور څخه اخوا، داسې روایتونه شته چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د مخکیني دولت د یو شمېر پوځیانو د نیولو لپاره هڅې کړې دي.

فوزیه سعیدزاده چې کلونه یې په مدني فعالیتونو د مخکیني دولت له امنیتي ځواکونو د ملاتړ پروګرامونه عملي کړي وو، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ وروسته د طالبانو له خوا ونیول شوه، وايي د مخکیني دولت د پوځیانو سره له پېژندګلوۍ له بیا بیا انکار سره سره، طالبان د پلټنو پرمهال له هغې د ځینو پوځیانو په هکله پوښتنې کوي.

په دې لړ کې، یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، له بشري حقونو ددغو سرغړونکو لپاره ښکاره خوندیتوب او معافیت موجود دی او دغو موردونو ته د رسېدنې اسناد په دې راپور کې لږ دي.

یوناما خبرداری ورکړی، که دا وضعیت دوام وکړي، ښايي په راتلونکي کې د افغانستان د ثبات لپاره جدي پایلې ولري.