نړۍ

اردوغان د قبرس په حایل سیمه کې د سړک جوړولو د مخنیوي لپاره د ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو د اقدام غندنه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پيلا کلي ته څېرمه د یوه سړک جوړولو د مخنیوي لپاره د ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو لاسوهنه د نه منلو وړ بللې ده.

اردوغان د دوشنبې په ورځ وویل: «په هغه سیمه کې چې د شمالي قبرس د تُرک جمهوریت تر واکمنۍ لاندې ده د ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو فزیکي لاسوهنه زموږ لپاره د منلو وړ نه ده. خپل هېواد ته د پیلا کلي کې د قبرسي ترکانو د رسېدو مخنیوی نه قانوني دي او نه انساني.»

هغه زیاته کړه: «دغو اقداماتو ته په پام سره چې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي، له بده مرغه په سیمه کې تاوتریخوالی بیا زیات شوی دی. په هغه وخت کې چې موږ هڅه کوو له خپلو ګاونډیو سره متقابلې اړیکې پياوړې کړي او ستونزې په خپل منځ کې حل کړو، ډاډمن یو چې دا لاسوهنه ښه نیت له ځان سره نه لري.»

د ترکیې ولسمشر وویل: «هغه څه چې د ملګروملتو له سوله ساتو ځواکونو یې تمه کېږي دا دي چې خپل نوم وساتي او د وضعیت د بې ثباته کولو پرځای، د ټاپو د ټولو خلکو له بشردوستانه اړتیاوو سره مرسته وکړي.»

د ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو او شمالي قبرس د ترکي امنیتي ځواکونو ترمنځ د جمعې ورځې نښته هغه مهال رامنځته شوه چې د دغه سازمان سوله ساتو ځواکونو هڅه وکړه د ترک میشته شمالي قبرس او یوناني سویلي قبرس په حایل سیمه کې د یوه سړک د جوړولو مخه ونیسي.

پيلا کلی هغه یوازینۍ سیمه ده چې ترکان او یونانیان په ګډه پکې ژوند کوي. دا حایل سیمه د ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو له خوا اداره کېږي.