نړۍ

د اسپانیا په تنریف ټاپو کې اورلګېدنه له کنټرول څخه وتلې ده

د اسپانیا په تنریف ټاپو کې د ځنګل اورلګېدنه له کنټروله وتلې او زرګونه تنه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د لاویکتوریا کلي اوسېدونکي تېره شپه د سیمې پرېښودو ته اړ شول او د اوروژنې ځواکونه هم د اور د له منځه وړلو لپاره د کلي شاوخوا غونډیو کې هڅې کوي.

د سیمې یوه اوسېدونکې کارولینا وايي: «موږ دلته راټول شوي یو ځکه په تمه یو او اوروژونکي د اور د کنټرول لپاره تللي دي. هیله‌من یو او باور لرو او له خدایه غواړو چې دا کار پایته ورسېږي؛ ځکه اور به لاندې راشي او کورونو ته به ورسېږي. هلته هم کورونه شته، له همدې امله موږ اندېښمن او په تمه یو. موږ ډاډه یو چې دا ستونزه به ډېر ژر پایته ورسېږي.»

هغې زیاته کړه: «دا وروستی ګاونډی دی چې کور یې هلته دی او د اړیکې نیولو په حال کې دی او غواړي چې پوه شي ایا اور یې مړ کړی دی. ترڅو کور یې نه وی سوځېدلی.»

ځايي چارواکو اعلان کړی دی، چې تر ۱۲ زره زیات کسان له دې سیمې ایستل شوي دي.