افغانستان

د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په وړاندې د طالبانو د لوي درستیز توند غبرګون

Photo: Reuters

د طالبانو د دفاع وزارت ولس ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې د پاکستان د لوړپوړو پوځي چارواکو په ځانګړې توګه د جنرال عاصم منیر پر خبرو نیوکه کوي او وايي چې د پاکستان په خاوره کې بریدونه د خپلو وګړو امنیت په ټینګښت کې د اسلام‌اباد بې‌وسي ښيي.

د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت وايي: «پاکستان او هر هېواد چې وي په دې فکر وي چې خپل دښمن په افغانستان کې ولټوي، ناسم فکر دی، دوی باید خپل دښمن په خپله خاوره کې ولټوي. د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته زیان نه رسېږي موږ پر خپله ژمنه ولاړ یو، هېچا ته اجازه نه ورکوو چې پر خاوره مو تېری وکړي.»

دا طالبانو پوځ د لوی درستیز له خوا دا خبرې په داسې حال کې څرګندېږي چې شپږ ورځې مخکې پاکستاني رسنیو اعلان وکړ، چې د افغانستان په خوست ولایت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په هوايي برید کې د پاکستاني طالبانو تحریک مهم قوماندان حافظ ګل بهادر او کسان یې په نښه شوي دي.

پاکستاني رسنیو همداراز ادعا کړې ده، چې پاکستان د بې‌پیلوټې الوتکې د برید په پایله کې ننګرهار کې هم د ټي‌ټي‌پي یو له اصلي قوماندانانو وژلی دی.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي وايي: «خلک دې ډاډمن وي چې له خپلې خاورې د دفاع، امنیت د خوندیتوب او خپلو پولو د ساتنې په اړه بې تفاوته نه یوو.»

د طالبانو د پوځ لوی درستیز په دې پروګرام کې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو شتون ردوي او په دې باور دی چې د هېوادونو استخبارتي دستګاوې افغانستان کې د داعش تر نوم لاندې ځینې تخریبي فعالیتونو ترسره کوي.

د طالبانو د پوځ لوی درستیز وايي: «په افغانستان کې ترهګرې ډلې هېڅ نشته او نه هم حضور لري، البته استخباراتي دستګاوې دي چې د داعش په نوم ورانکاره فعالیت کوي. ښايي په افغانستان کې د داعش ځینې کسان موجود وي.»

له بل لوري، د طالبانو د دفاع وزارت د ستراتیژۍ معین ادعا کوي چې د افغانستان ۶۰ پوځي الوتکې په ګاونډیو هېوادونو کې دي او دا هېوادونه د امریکا د فشار له امله الوتکې افغانستان ته نه ورکوي.

د طالبانو د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه د جنرالۍ په لوړه رتبه بست کې ۳۵ طالبان ګومارل شوي دي.

دغه وزارت اعلان کړی، چې تر اوسه ۱۷۰ زرو تنو د طالبانو په پوځ کې د ګډون فورمې ترلاسه کړې دي.

خو څو ځل راپورونه ورکړل شوي، چې طالبان په بېلابېلو ولایتونو کې مخکیني سرتېري نیسي او وژني یې.