ورزش

د افغانستان له اوولس کلنۍ کم عمره فوټبال ملي لوبډله سبا د قرغزستان په وړاندې لوبه کوي

د افغانستان تر ۱۷ کلنۍ کم عمره فوټبال لوبډله به د اسیا د مرکز اتلولۍ سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې د قزغزستان پروړاندې سیالي وکړي.

دا لوبه به تاجکستان کې مازدیګر ۵:۳۰ بجې ترسره شي.

د هېواد ملي لوبډله به په راتلونکو څو ورځو کې د تاجکستان، ایران او ازبکستان پروړاندې هم سیالي وکړي.

د اسیا د مرکز په سیالیو کې د افغانستان له اوولس کلنۍ کم عمره فوټبال لوبډلې د لوبو لړۍ:

افغانستان- قرغزستان

د روان کال د زمري په ۲۹مه، د مازدیګر ۵:۳۰

افغانستان- تاجکستان

د روان کال د زمري په ۳۰مه، د مازدیګر ۵:۳۰

افغانستان- ایران

د روان کال د وږي په لومړۍ، د مازدیګر ۵:۳۰

افغانستان- ازبکستان

د روان کال د وږي په پنځمه، د مازدیګر ۵:۳۰