افغانستان

د سیاسي ګوندونو فعالیت د مخنیوي په اړه د طالبانو د عدلیې وزیر د څرګندونو په وړاندې غبرګونونه

FILE PHOTO: Taliban soldiers stand in front of a sign at the international airport in Kabul, Afghanistan, September 9, 2021. WANA (West Asia News Agency) via REUTERS/File Photo

په هېواد کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت له بندیز سره، داسې برېښي چې د سیاسي څېرو او طالبانو ترمنځ د تعامل دروازه وتړل شوه.

د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست پرون چهارشنبه اعلان وکړ، چې سیاسي ګوندونه له دې وروسته د فعالیت اجازه نه لري.

د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي وویل: «سیاسي ګوندونه شرعي بنسټ نه لري او د ملت په ګټه نه دي. اولس هم نه غواړي تجربې ثباته کړې د خلکو د نننیو ستونزو اصلي عامل سیاسي ګوندونه دي.»

که څه هم ګڼو سیاسي ګوندونو تر اوسه د دې پرېکړې پروړاندې رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د جنبش ګوند ویاند آمو ته وايي چې د طالبانو دا پرېکړه د افغانانو د ژوند د تیاره کولو یوه برخه ده.

د جنبش ګوند ویاند احسان نیرو وايي: «د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ وروسته نه یوازې د ګوندونو د فعالیت په اړه محدودیتونه لګول شوي، بلکې د خلکو په ټولو انساني چارو کې یې محدودیتونه لګولي دي.»

یو شمېر نور سیاسي بهیرونه هم وايي، طالبان خپله د یوه ګوند په څېر جوړښت لري، په داسې حال کې چې د طالبانو ګوند فعالیت کوي او نور ګوندونه لغو کېږي، د دغو بهیرونو په وینا، دا ډول پرېکړه دوه‌ګونی چلند دی.

د افغانستان ژغورنې غورځنګ بنسټ اېښودونکو شورا رییس فضل‌الهادي وزین وايي: «که ټاکل شوې وي، د ګوندونو شتون شرعي مشروعیت ونه لري چې داسې نه ده، د طالبانو حرکت هم په خپله یو ګوند او تنظیم دی، نو باید منحل شي، یعنې یوه دوه ګونې پرېکړه.»

سربېره پر دې چې د یوه ځواب ویوونکي او ولس‌واکه نظام د رامنځته کولو لپاره د سیاسي ګوندونو شتون د هرې ټولنې اړتیا ده، اوس د سیاسي ګوندونو د فعالیت په نشتون کې افغانستان کوم لوري ته روان دی؟

د مخکیني دولت د عدلیې وزارت په وېب‌پاڼه کې د شته معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱؛ کال کې چې جمهوري نظام ړنګ شو، ۷۳ سیاسي ګوندونو رسمي فعالیت درلود.

د جمهوریت له سقوط سره هم‌مهاله افغانستان کې د دغو ګوندونو فعالیت ته هم د پای ټکی کېښودل شو.