سوداګري

کابل کې د کورنیو تولیداتو نندارتون

د ورېښمو لار نړیوال نندارتون تېره ورځ د کابل ښار د لویې جرګې په خیمه کې پرانیستل شو.

دغه نندارتون نږدې ۴۰۰ غرفې لري چې یو شمېر سوداګرو او پانګوونکو پکې خپل کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

د مرمر برنز تولیدي شرکت مسوول انعام رحیمي وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې د بې‌کیفیته توکو له وارداتو مخنیوی وشي او د کورنیو شرکتونو لپاره یو فرصت واوسي ترڅو وکولای شي بازار ته خپل محصولات وړاندې کړي.»

د طالبانو یو شمېر وزارتونه چې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې کار کوي هم په دې نندارتون کې غرفې لري.

د افغانستان د اورګاډي پټلۍ ادارې یو کارکوونکي څرګندوي: «دا ډول نندارتونونه زموږ د وطن محصولات نندارې ته وړاندې کوي او خلک خبرېږي چې هېواد څومره محصولات او تولید لري او کولای شي د خپل وطن له توکو ګټه واخلي.»

سید جواد رضايی چې په دې نندارتون کې غرفه لري زیاتوي: «افغانستان کې باید دا ډول نندارتونونه زیات شي.»

ښځې هم په دې نندارتون کې غرفې لري او خپل لاسي صنایع یې نندارې ته وړاندې کړي دي.

مروه برهاني هم یوه له دوی ده او وايي: «خلک باید تر ډېره زموږ د خپل وطن له کورنیو توکو لیدنه وکړي. له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي ترڅو زموږ په لاس د جوړو شویو توکو د پرمختګ لامل شي. موږ د شاتو او زعفرانو په برخه کې ډېر ارزښتناک محصولات لرو.»

په دې نندارتون کې هم ښځو د زده‌کړو او کار حق ته پر لاس‌رسي ټینګار کړی دی.

یوه سوداګره صدف سخي‌زاده وايي: «باید ښځو ته اجازه ورکړي چې کار وکړي او د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي. ترڅو موږ وکولای شو په اسانۍ بهر خپل لاسي صنایع وپلورو.»

دا نندارتون د درېیو ورځو لپاره کابل کې جوړ شوی دی.

طالبان په داسې حال کې د نندارتونونو پر رامنځته کولو ټینګار کوي چې نږدې ۲۹ میلیونه افغانان پوره خوړو ته لاس‌رسی نه لري.