افغانستان د جمهوریت د سقوط دوهمه کلیزه

د ۲۰۲۱ د اګست په پنځه‌لسمه د افغانستان مهمې امنیتي پېښې

د طالبانو له‌خوا د افغانستان د سقوط نن دوه کاله پوره شول. دوه کاله مخکې د ۲۰۲۱ کال د اګست له شپږمې تر پنځه‌لسمې پورې له پنجشېر پرته د هېواد ټول ولایتونه یو پر بل پسې سقوط وکړ.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر پنځه‌لسمه د ولایتونو د پرله‌پسې سقوط په دوام کې د کابل وار راورسېد.

په دې ورځ د پروان، کاپيسا، ننګرهار، دایکندي، وردګ، نورستان او خوست ولایتونو له سقوط وروسته د پلازمېنې دروازو ته راورسېدل.

په دې منځ کې د پروان مخکینی والي آمو ته وايي، د سقوط په ورځ له پروان څخه د دفاع لپاره د ځواکونو له کموالي سره مخ و.

د پروان مخکینی والي فضل‌الدین عیار وايي: «هغه وخت مو چې امنیت ریاست ته مراجعه وکړه ترڅو د امنیت له قطعې کار واخیستل شي. څوک نه وو، ددې ادعا لپاره ټولو حضور درلود، قطعات مو په واک کې نه وو چې له لومړیو لیکو دفاع وکړو.»

خو د ننګرهار د ولایتي شورا مخکینی رییس آمو ته وايي، د ننګرهار ځايي ادارې له طالبانو سره هوکړه لرله چې کابل کې د طالبانو د بریا په صورت کې به ننګرهار طالبانو ته له نښتې پرته ورسپارل شي.

د ننګرهار ولایتي شورا مخکینی رییس احمد علي حضرت وايي: «یو لامل دا و چې ټول افغانستان سقوط کړی و او ځایي اداره او د ننګرهار ځینې قومي مشران دې تفاهم ته رسېدلي وو که تاسو ټول افغانستان په واک کې واخیست، ننګرهار به له مقاومت پرته تاسو ته وسپارل شي.»

د اګسټ د ۱۵ تر غرمې مخکې کابل او پنجشېر ولایتونه د مخکیني حکومت تر کنټرول لاندې وو، ۱۱ بجې شاوخوا ګډوډۍ او د کابل د سقوط اوازې زیاتې شوې، د دې ورځې په ۰۲:۳۰ بجو محمد اشرف غني له درېیو چورلکو سره په پټه افغانستان پرېښود.

هغه د اګست په اتلسمه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: «زه له مجبورۍ له افغانستانه ووتم ترڅو له جګړې او د کابل له ورانۍ مخنیوی وشي او د افغانستان د تاریخي دښمن له دسیسې چې د هېواد د ملي زعیم د سپکاوي د غمیزې مخه ونیول شي.»

وروسته له هغې چې محمد اشرف غني له افغانستان څخه ولاړ، له طالبانو سره د سیاسي هوکړې لپاره هیلې او هڅې له منځه ولاړې، د هماغې ورځې ماښام طالبانو د الجزیرې له ژوندیو نشراتو سره ارګ ته ولاړل.

د اګسټ د ۱۵ ورځې په پای کې، د سرچینو په وینا ترکیې، نوي ډیلي، متحده عربي اماراتو او پاکستان ته الوتنې وشوې او د جمهوریت زیات شمېر چارواکي او سیاسي مشران له هېواده بهر ته ولېږدول شول.

د الوتنو یوه برخه پنجشېر ته هم وه، پنجشېر لا د طالبانو لاس ته نه و رسېدلی، د طالبانو پروړاندې دویم مقاومت د همدې ورځې په ماښام له پنجشېر څخه اعلان شو تر دې چې پنجشېر هم د ۲۰۲۱ په سپټمبر میاشت کې سقوط وکړ.