د خبریالانو ملاتړي بنسټونه وايي،په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو له لوري پنځه خبريالان نیول شوي دي. د افغانستان د خبريالانو مرکز په خبره، نن په کندوز ولايت کې د يوې سيمه ييزې راډيو خبريال حسيب حساس نيول شوى او پرون په ننګرهار کې د کليد راډيو دوه خبريالان هم نيول شوي دي.
