افغانستان

د ژغورنې نړیواله کمیټه: په افغانستان کې بشردوستانه اړتیاوې زیاتې شوې

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې بشري اړتیاوې ډېرې شوې دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې مديره زیاتوي، چې له دوه کلونو راهیسې د افغانستان اقتصاد له سقوط سره مخ دی او د دغه هېواد وګړي اوس مرستو ته اړتیا لري.

له بلې خوا، د سره صليب نړيوال فدراسيون خبر ورکړى چې د بشري مرستو کمښت او د اقليمي بدلون له امله په افغانستان کې بشري ناورين زيات شوى او د افغانستان په ١٨ ولايتونو کې څه باندې ١٢٠ زره کسانو د اقليمي بدلون ناوړه اغېزې ليدلي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې بشري اړتیاوې په تېزۍ ډېرې شوې دي او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د دغه هېواد اقتصاد له سقوط سره مخ شوی او ډېری وګړو خپلې دندې له لاسه ورکړې او اوس مرستو ته اړتیا لري.

دې کمېټې په اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان نږدې ټول نفوس په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د دغې کمېټې په خبره، په افغانستان کې له اړمنو څخه اتيا سلنه يې ښځې او نجونې دي.

په افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمېټې مشره سلما بن عيسی وايي: «د ۲۰۱۲ کال د اګست له ۱۵ مې راهيسې افغانستان له چټک اقتصادي سقوط سره لاس او ګرېوان دی. د دې بيه عامو افغانانو پرې کړې. هغه خلک چې مخکې کار یې کاوه او په ځان بسیا وو اوس په بشري مرستو تکیه دي، او ډیری نورې کورنۍ نه شي کولی ځان ته خواړه تامين کړي، او په سلو کې اتيا سلنه اړمنې میرمنې او نجونې دي.»

له بلې خوا هم د سره صليب نړيوال فدراسيون خبر ورکړى چې د بشري مرستو کمښت او اقليمي بدلون افغانستان په تر ټولو بد بشري وضعيت کې اچولى دى.

د سره صليب نړيوال فدراسيون په راپور کې راغلي چې د روان کال د جولای تر ۳۰مې نېټې پورې د سېلابونو د دوام له امله ۶۱ تنه مړه، ۲۴ تنه ټپيان او ۶ تنه لادرکه شوي دي.

د ځاني تلفاتو تر څنګ د کروندګرو څه باندې دیارلس زره هکتاره ځمکه هم ویجاړه شوې ده.

د سره صلیب نړیوال فدراسیون د راپور پر بنسټ د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې وروستیو سیلابونو څه باندې ۱۲۰ زره تنه زیانمن کړي.