د جمهوریت د سقوط دوهمه کلیزه

د ۲۰۲۱ د اګست په اتمه د افغانستان مهمې پېښې

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ

دوه کاله وړاندې په همدې ورځ د ۲۰۲۱ کال د اګست په اتمه د سرپل، تالقان او د کندز ښار ځینو برخو هم د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

باخبره سرچینې وايي، چې د قول اردو او کنډکونو د قوماندانانو په ګډون امنیتي چارواکي دې پایلې ته رسېدلي وو، چې امریکا له مخکيني افغان حکومت له پوځيانو ملاتړ له خپلې اجنډا څخه څنګ ته کړی دی.

خو د تېر حکومت پوځيانو د تخار د فرخار او ورسج ولسواليو اداره بېرته په خپل لاس کې واخيسته، څو له طالبانو سره د جګړې لپاره د ورسج-پنجشير دهلېز جوړ کړي، خو دغه پلان هم ناکام شو.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په اتمه کندز د دریم ځل لپاره د جګړې په اور کې سوځېده او د دې ښار ډېرې برخې سقوط شوې وې.

د کندز د پولیسو پخوانی قوماندان آمو ته وايي چې بالاخره د ځواکونو او پوځي امکاناتو د کمښت له امله يې د اګست په اتمه له خپلو کسانو سره د دغه ولایت هوايي ډګر ته شا تګ وکړو.

د کندز پخوانی امنیه قوماندان زبردست صافی وايي: «زه له خپل يو موټر چلوونکي او درې سرتېرو سره پاتې شوم، زه هم ټپي وم. ما ولیدل چې له ولایت هر څوک راوتلي وو. هوايي ډګر ته لاړو. دا د اګست اتمه وه. څلور ورځې مو له هوايي ډګر دفاع وکړه. بالاخره هوايي ډګر هم د دښمن لاس ته ولوید.»

تالقان ښار هم د اګست په اتمه د طالبانو لاس ته ولوېد، د پخواني حکومت امنیتي ځواکونو په همدې ورځ د فرخار او ورسج ولسوالۍ بېرته په خپل لاس کې واخیستې. د تخار پخوانی والي آمو ته وايي چې د پوځي تجهیزاتو کمښت د دغه ولایت د سقوط یو مهم لامل و.

د تخار پخوانی والي عبدالله قرلق وايي: «هغه پوستې چې موږ په ولسوالیو کې درلودې د تجهیزاتو له پلوه د مقابل لوري سره د پرتلې وړ نه وې. مقابل لوری د لیزر وسلو، د شپې دوربين داره وسلو او سرې قطعې باندې سمبال وو. زموږ په پوستو کې له پیکا او راکټ پرته نور څه نه وو.»

د باخبرو سرچینو په وینا امریکايي پوځیانو نور د پخواني افغان حکومت د سرتېرو د ملاتړ لپاره هېڅ کار نه کاوه، د باخبرو سرچینو په وینا له پخواني افغان پوځ سره د امریکايي جنرالانو اړیکې کمې شوې وې.

هغه مورد چې د سرچینو په وینا، د تیر حکومت د سرتیرو په جنګي انګېزه يې جدي اغېز ه کړې وه. دا ټول د دې لامل شول چې په همدې ورځ د سرپل ښار هم سقوط وکړ.

د سرپل والي له امو سره په خبرو کې پرته له دې چې د چا نوم واخلي وویل، د يوې تلیفوني اړيکې له ترلاسه کولو وروسته يې پریکړه وکړه چې شا تګ وکړي.

د سرپل پخوانی والي عبدالحق شفق وايي: «اصلي کیسه دا وه چې، موږ ته وویل شول چې شا تګ وکړئ. موږ د شاتګ لپاره ځای هم نه درلود. موږ به یا هدیرې ته شا تګ کولو، یا به مو جګړه کوله چې ځان یوه ځای ته ورسوو. چې دويم انتخاب مو غوره کړ او ځان مو د کنډک قرارګاه ته ورسولو.»

له دې ټولو سره سره طالبان د اګسټ تر اتمې توانېدلي وو چې د نیمروز، جوزجان، سرپل، کندز او تخار په ګډون د پنځو ولایتونو اداره په خپل لاس کې واخلي او په لښکرګاه، هرات او کندهار ښارونو کې د پخواني حکومت او طالبانو ترمنځ جګړې لا هم دوام درلود.