فرهنګ او هنر

یو شمېر نجونې د دوی پر ژوند د انځورګرۍ ټولګیو د اغېز خبره کوي

پر زده‌کړو د طالبانو محدودیتونو، دوی تر دې کارځایه رارسولې دي.

دغه نجونې وايي د طالبانو زیاتېدونکو محدودیتونو دوی له روحي او رواني ستونزو سره مخ کړې دي او د دغو ستونزو د کمېدو په هیله یې ګلبرګ هنري ګالري ته مخه کړې ده.

ګلبرګ هنري مرکز اته میاشتې مخکې رامنځته شو او اوس په دې کارځای کې ۶۰ نجونې د رسامۍ هنر پر زده‌ کولو بوختې دي.

د دې ګالري خاونده وايي، چې په دې موده کې طالبانو دوه ځله د دوی کارځای تړلی او د رسامي په برخه کې یې د نجونو وسایل ترې اخیستي دي.

د ګلبرګ هنري ګالري خاونده عزیزه اخلاقي وايي: «طالبانو زموږ ګالري بنده کړه او ټول وسایل یې ضبط کړل، خو زه تسلیم نه شوم ډېره په تمه شوم چې وسایل مې راکړي، خو یوه میاشت تېره شوه چې را یې نه کړل بیا مې وسایل وپېرل او کار مو پيل کړ.»

ددې کارځای یو شمېر زده کوونکې وایي چې دا یوازینۍ لار ده دوی کولای شي د وړتیاوو د لوړولو او زده کړو په موخه له کوره ووځي.

یوه محصله بخت‌اور حسیني وايي: «دا ډېره ګټوره ده چې له رواني فشاره وژغورل شم او دا هنري کارځای د ځان لپاره یو غوره فرصت بولم.»

هغه نجونې چې دې هنري کارځای ته راځي مخکې محصلینې او زده‌کوونکې وې چې طالبانو یې د زده‌کړو د دوام مخه نیولې ده.

یو شمېر دغه نجونې وايي چې خپله انګېزه او فکر د رسامۍ هنر په مرسته بیانوي.

زهرا نبي‌زاده بیا وايي: «کله چې پوهنتونونه او ښوونځي وتړل شول غواړم خپلې خبرې د انځورګرۍ له لارې خلکو او نړیوالو ته بیان کړم.»

د ګلبرګ روزنیز مرکز یوه بله زده کوونکې مرسل فیضي وايي: «موږ له نورو لارو هم پرمختګ کولای شو، موږ نجونې باید تسلیم نه شو او باید خپلې لارې ته دوام ورکړ.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو د افغان نجونو او ښځو پروړاندې تر پنځوسو زیات محدودوونکي فرمانونه صادر کړي دي.

د ښوونځیو، پوهنتون او کار محدودیت ترټولو مهم فرمانونه دي چې د طالبانو له خوا د ښځو پروړاندې لګول شوي دي.