سویلي آسیا

پاکستان کې د اورګاډي له چپه کېدو وروسته د ژغورنې عملیات پایته ورسېدل

د پاکستان په سند ولایت کې د یوه اورګاډي له چپه کېدو وروسته د ژغورنې پیل شوي عملیات پایته ورسېدل او مسوولینو د سیمې د پاکولو بهیر پیل کړی دی.

د یکشنبې په ورځ د هزاره اکسپرس اورګاډي ۱۰ واګونونه له خپلې لیکې واوښتل چې په پایله کې یې لږترلږه ۳۰ تنه مړه او تر ۸۰ زیات ټپيان شول.

د سنګهار ولسوالۍ د کمېشنرۍ مرستیال محمد اسحاق د تلفاتو شمېر تایید کړی او وايي او چې د ژغورنې عملیات له څلورو ساعتونو وروسته بشپړ شول.

اسحاق وايي: «د ژغورنې عملیات له څلورو ساعتونو وروسته پایته ورسېدل. اوس د سیمې د پاکولو کار پرمخ وړو. د نن ورځې په پېښه کې ۳۰ تنه مړه او کابو ۸۱ نور ټپیان شول.»

په همدې حال کې د پېښې یو شاهد اصف میر وايي: «موږ دلته ولاړ وو او کله چې دا پېښه وشوه، خلکو چغې وهل پيل کړل. ټولو په وېرې هرې خوا ته منډې وهلې. خلک ټول اندېښمن وو. زیات شمېر ټپیان شول او ډېری هم مړه وو. د سیمې خلکو د مرستندویه ځواکونو له رارسېدو کابو یو ساعت مخکې د ژغورنې عملیات ترسره کړل. موږ خلک ځايي روغتونونو ته ولېږدول.»َ

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د اورګاډي پټلۍ زړې شوې او دا ډول پېښې عادي دي.

کلونه کېږي چې دولت هم د دغه هېواد د اورګاډي شبکو د ښه کولو لپاره د مالي سرچینو د برابرولو هڅه کوي.