ورزش

د افغانستان د تکوانډو ستوري روح‌الله نیکپا، د نیوزیلنډ د تکوانډو ملي لوبډلې مشري پر غاړه واخیسته

د افغانستان د تکوانډو د ملي لوبډلې مخکینی غړی او د لندن د ۲۰۱۲  او د بیجینګ د ۲۰۰۸ المپیک برنز مډال لرونکی روح‌الله نیکپا د نیوزیلنډ د تکوانډو ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو.

نیکپا د افغانستان د تنکیو ځوانانو د تکوانډو ملي لوبډلې د روزولو مخینه هم لري.

روح‌الله نیکپا د افغانستان د ورزش په تاریخ کې یوازینی لوبغاړی دی چې د لویانو په برخه کې یې د المپیک له لوبو دوه مډالونو ترلاسه کړي دي.

نیکپا د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ المپیک له مډالونو پرته، په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۴ کلونو کې دوه د برنز مډالونه او په ۲۰۱۲ کال کې د اسیا د تکوانډو اتلولۍ له جام څخه یو د سپینو زرو مډال هم لري.

هغه همداراز په ۲۰۱۱ کال کې د نړیوالې اتلولۍ له سیالیو د برنز مډال ګټلی دی.

د افغانستان د ورزش ستوری چې د المپیک له لوبو هېواد ته لومړنی او وروستۍ مډال راوړونکی دی او څو کاله کېږي چې په نیوزیلنډ کې اوسېږي، تازه د نیوزیلنډ د تکوانډو د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

د تکوانډو ورزش دغه افغان ستوري په دې اړه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «ویاړم چې د نیوزیلنډ د تکوانډو فدراسیون له خوا د دغه هېواد د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وګومارل شوم.»

هغه په دوام کې لیکلي: «ژمن یم چې د خپلو روزنو او مهارتونو په وړاندې کولو دا لوبډله یوې نوې سطحې ته ورسوم او ټول سره یو ځای د نیوزیلنډ د تکوانډو لپاره تاریخ جوړ کړو.»