افغانستان

جان بولتون: د ټرمپ په اداره کې له طالبانو سره هوکړه لویه تېروتنه وه

د ۲۰۲۰ د فبرورۍ ۲۹ شراټون هوټل دوحه، دلته د ټرمپ د ادارې استازي زلمي خلیل‌زاد له طالبانو سره یوه هوکړه لاسلیک کړه، چې له افغانستانه یې د امریکايي پوځیانو د بشپړ وتلو لپاره لار پرانیسته.

واک ته د طالبانو د بېا رسېدو هوکړې پایلې. هغه دروازه چې د جو بایډن ادارې له قید و شرط پرته د خپلو ځواکونو د وتلو بهیر عملي کړ.

دلته د ټرمپ ادارې د ملي امنیت سلاکار او له طالبانو سره د دوحې هوکړې مخالف جان بولټون دا هوکړه‌لیک غمیزه راوړونکې تېروتنه بولي او ډونالډ ترمپ یې مسوول ګڼي.

د امریکا د ملي امنیت مخکینی سلاکار جان بولټون وايي: «هغه له طالبانو سره خبرې وکړې چې بایډن وروسته هغه عملي کړې چې په نړۍ کې د امریکا او زموږ د ملي امنیت غمیزه راوړونکې تېروتنه وه.»

جمهوري غوښتونکي د جو بایډن سیاستونه له افغانستانه د وتلو او د اوسني وضعیت لامل ګڼي. په دې لړ کې بیا د بشري حقونو ځینې فعالان وايي، د امریکا د سیاستونو پایلې په ټول افغانستان کې پر خلکو اغېزه وکړه او هغوی یې د طالبانو له خوا بشري ناورین او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو له حقونو له سرغړونې سره مخ کړل.

د ښځو حقونو فعاله مولوده توانا وايي: «که موږ تمه ولرو له طالبانو سره د نړۍ په تېره بیا د امریکا د تعامل د روحیې په  اړه ښايي یوه بېځایه غوښتنه وي، له دې امله چې دوه کاله کېږي موږ یې ګورو چې نړۍ په تېره بیا امریکا د افغانستان د خلکو ارزښت ته هېڅ پاملرنه نه لري.»

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو کابو دوه کاله وروسته، امریکا له طالبانو سره د تعامل له سیاسته ملاتړ وکړ؛ که څه هم ویلي یې دي چې له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو یې د سرغړونې له امله په رسمیت نه پېژني.

د سیاسي چارو کارپوه ثمر سادات وايي: «که امریکایان غواړي په افغانستان کې سوله ټینګه شي باید د پراخ ګډونه او پراخ بنسټه دولت د جوړولو په اړه یې فکر کړی وای او فکر وکړي؛ خو دوی دا کار نه کوي.»

له طالبانو سره د امریکا د تعامل سیاست له ډېرو نیوکو سره مخ شوی دی، په ځانګړې توګه د ښځو له خوا چې د طالبانو تر ولکې لاندې له هر څه بې‌برخې او څنډې ته شوې دي. ډېری یې وايي، امریکا له طالبانو سره په تعامل، د دوی له ارزښتونو سره مقابله پيل کړې ده.