مارشال عبدالرشید دوستم په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د امریکا د سیاسي ملاتړ په صورت کې به بېرته افغانستان ته ستون شي او طالبانو ته به ماتې ورکړي.
ښاغلي دوستم له رولینګ سټون مجلې سره په مرکه کې همدارنګه وویل چې امریکا د افغانستان د واک د مشرۍ لپاره د محمد اشرف غني په ټاکلو تېروتنه کړې.
مارشال دوستم په داسې حال کې د امریکا د سیاسي ملاتړ غوښتونکی شوی چې د دغه هېواد استازي له تېرو دوو ورځو راهیسې په دوحه کې له طالب چارواکو سره په ليدنو بوخت دي.
په داسې حال کې چې له تېرو دوو ورځو راهیسې دوحه د طالبانو له پلاوي سره د امریکايي استازو د خبرو کوربه ده، د طالبانو يو له مخالفو سیاستوالو مارشال عبدالرشید دوستم د امریکا د سیاسي ملاتړ غوښتونکی شوی.
ښاغلي دوستم له رولینګ سټون مجلې سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د امریکا د سیاسي ملاتړ په صورت کې به طالبانو ته ماتې ورکړي.
د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشيد دوستم وايي: «طالبانو موږ ته دوکه راکړه – باید په زور له هغوی سره چلند وشي. موږ امریکايي ټانکونو او الوتکو ته اړتیا نه لرو. موږ یوازې د دوی سیاسي ملاتړ ته اړتیا لرو. که دا ملاتړ ترلاسه کړم او ونه شم کولی چې هغوی ته درس ورکړم، نو زما نوم به دوستم نه وي.»
د نړیوالو اړیکو کارپوه فرهاد ابرار وايي: «دا چې ښاغلی دوستم تمه لري چې امریکایان د دغه جهادي مشر سیاسي ملاتړ وکړي، فکر کوم یوه بې ځايه تمه ده، ځکه اوسنیو بدلونونو ته په پام امریکایان د ښاغلي دوستم د سیاسي ملاتړ لېوالتیا نه لري.»
سیاسي کارپوه اسدالله ندیم وايي: «بناً زه فکر نه کوم چې امریکایان به یو ځل بیا له دغو مشرانو په بشپړ ډول، پرېکنده او په هغه ډول چې برخليک جوړونکي وي، ملاتړ وکړي.»
په دې مرکه کې ښاغلي دوستم ادعا کړې چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د جګړې په اوج کې د نامعلومو کسانو له خوا مسموم شو، هغه پېښه چې د ده په وینا د افغانستان په شمال کې یې پر جګړه ییزه روحیه اغېزه وکړه او بالاخره د جوزجان ولایت چې د ښاغلي دوستم يو له مهمو ولسي اډو پېژندل کيږي، د سقوط لامل شو.
ښاغلي دوستم د دې خبرو په دوام کې ټینګار کړی چې امریکا د افغانستان د واک د مشرۍ لپاره د محمد اشرف غني په ټاکلو سره یوه جدي تېروتنه وکړه.
د ښاغلي دوستم په وینا، امریکا د افغانستان په څېر د فرهنګي او قومي تنوع لرونکي هېواد لپاره مرکزي نظام تحميل کړ او اداري فساد ته یې جدي پاملرنه ونه کړه.
ښاغلي دوستم زیاته کړې: «بهرني هیوادونه باید یو تجربه لرونکی لوبغاړی وټاکي چې پوهیږي چې څنګه لوبه وکړي او ځمکه مطالعه کړي. د غني په ملاتړ، امریکا تېروتنه وکړه چې داسې څوک يې وټاکه چې د افغانستان له سیالو شرایطو سره بلد نه و او طالبانو د ځمکې پر سر د وزې واک په لاس واخيست او بریالي شول.»
سیاسي کارپوه محمد هاشم دانش وايي: «خپل ځان د هر لوري امپراتوران ګڼئ، ستاسو رول څه وو؟ غني معامله وکړه، غني د امریکایانو جاسوس و، امریکا د خپلو ګټو لپاره معامله وکړه، دا ستاسو رول څه وو؟»
سیاسي کارپوه اسحاق اسحاقزی وايي: «هغه څه چې په دې کې ورک دي د افغانستان ملي ګټې، ازادي او بشري حقونه دي. نو اړتيا ده چې خلک د حقیقي رهبرانو، د بشري حقونو او ازادۍ له مدافعینو سره چې لاسونه یې د ملت په وینه نه وي، د یو قانوني او ملي حکومت جوړېدو ته راټول شي.»
د مارشال دوستم دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو په لاس يو ځل بيا افغانستان د سقوط په درشل کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي په دې باور دي، چې سیاسي مشرانو په وروستيو ورځو کې دوی په سخته کی یوازې پرېښودل او له افغانستان ووتل.
تر دې وړاندې هم ښاغلي دوستم په خپلو ویناوو کې په پرله پسې ډول د طالبانو پر وړاندې د مقاومت او افغانستان ته د ستنېدو لپاره د هڅو خبرې کړې دي، خو د خلکو په وینا دا څرګندونې یوازې په خبرو کې پاتې دي.