افغانستان

په دوحه کې د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ د خبرو پیلېدل

دوحه لا هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د ناندریو مرکز دی؛ لکه څنګه چې نن د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ ترمنځ د خبرواترو د نوي پړاو کوربتوب کوي.

طالبانو خپله دایمي اجنډا بیاځلې د امریکا د استازو مېز ته وړې؛ له امریکا سره د اړیکو د ښه کېدو او مثبت تعامل په لرلید.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي: «په دې ناستو کې زموږ ټینګار د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر آزادولو دی. همداراز پر دې چې د افغانستان هوايي حریم د امریکا له خوا نقض کېږي، خبرې کوو چې د دوحې او نړیوالو اصولو خلاف دي. ددې ترڅنګ هغه بندیزونه چې پر افغانستان لګول شوي او تور نوملړ او جایزې باید پای ته ورسېږي.»

د امریکا اجنډا بیا له طالبانو سره توپیر لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې لیدنو کې به د بحث وړ اصلي موضوعګانې له افغانانو بشردوستانه ملاتړ، له اقتصادي ثبات څخه ملاتړ او د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره مناسب او په عزت چلند وي. د دې ترڅنګ د امریکا استازو د دوحې په خبرواترو کې نه یوازې طالبانو بلکې تکنوکراتو متخصصینو ته هم ځای ورکړی دی.

د منځنۍ اسیا هېوادونو له استازو سره د ټام وېسټ او رینا امیري د خبرواترو یوه برخه د افغان مېرمنو د حقونو په اړه او له هغوی پر ملاتړ متمرکزه وه، اوس ایا د دوحې ناسته کولای شي د ښځو پروړاندې د طالبانو پر سختو سیاستونو کومه اغېزه ولري؟

د دوحې ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي، چې افغانستان د اقتصادي او بشري حقونو له پلوه په یوه ناوړه وضعیت کې دی؛ په جولای میاشت کې سینګارتونونه د طالبانو له خوا بند شول او د ۶۰ زره ښځو د عاید لاره وتړل شوه او له بلې خوا نجونې زده‌کوونکې وايي چې د کانکور په ازموینه کې د هغوی پر ګډون بندیز دوی د زده‌کړو له دوامه بې‌برخې کړې.