افغانستان

د مطیع الله ویسا د خوشي کولو لپاره له طالبانو نړیوالې غوښتنې

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته تعلیمي برخه په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو تورې پردې وغوړېدې مطیع الله ویسا د افغانستان ګوټ ګوټ ته ولاړ او کورنۍ یې زده کړو ته هڅولې؛ خو برعکس د طالبانو غبرګون د هغه زنداني کول وو.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، مطیع الله ویسا له ۱۲۵ ورځو راهیسې په بند کې دی. ریچارډ بینت له قید او شرط پرته د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي: «مطیع الله ویسا، چې د پوهنې یو فعال دی، له کوم تور پرته له ۱۲۵ ورځو راهیسې بندي دی. د هغه نیول خپلسري او ناعادلانه کار دی. زه یو ځل بیا د هغه د ژرتر ژره او غیر مشروط خوشې کېدو غوښتنه کوم.»

د ویسا کورنۍ وایي هغه د طالبانو د استخباراتو په زندان کې دی او د خوشې کېدو په اړه یې هېڅ خبر نه لري.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان هم د هغه له قید او شرطه پرته خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د بخښنې نړیوال سازمان د سویلي آسیا څېړونکی زمان سلطاني وايي: «د بخښنې نړیوال سازمان په جدي توګه د مطیع الله ویسا د غیر مشروط خوشې کېدو غوښتنه کوي. له درېیو میاشتو ډیر وخت کېږي چې هغه د طالبانو لخوا په ناقانونه او خپلسري ډول نیول شوی او زنداني دی.»

د بشري حقونو د څار نړيواله اداره وايي، د طالبانو له خوا د مطيع الله ويسا نيول او بندي کول د هر هغه چا لپاره وېرونکې نښه ده چې هڅه کوي افغانستان د اوسېدو لپاره يو ښه ځای جوړ کړي.

 دغه اداره د پوهنې په برخه کې د دغه فعال د ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښمنه ده.

د بشري حقونو د څاربنسټ څېړونکې هیډر بار وايي: «د هغه نیول او د زنداني کېدو دوام د هغو بېلګو یوه برخه ده چې په اصل کې د طالبانو له خوا د بشپړ کنټرول او د هر هغه چا غږ د چوپ کولو لپاره چې د دوی د غوښتنو خلاف عمل کوي خپل مخالفت څرګند کړي.»

د مطیع الله ویسا تر څنګ د ښځو د حقونو او بشري حقونو یو شمېر فعالانو هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د نجونو د زده کړو د بهیر د بیا پیلولو لپاره څو ځله لاریونونه وکړل، خو اوس دغه فعالان وايي، چې د طالبانو له خوا زور زياتي، نیول او شکنجه د عدالت غوښتنې بهیر محدود کړی دی.

د ښځو د حقونو فعاله مولده توانا وايي: «له بده مرغه په افغانستان کې پر لاریون کوونکو د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي او دا وضعیت د افغانستان د وضعیت د کړکیچن کیدو او د طالبانو د جنایتونو په وړاندې د بې کفایتۍ لامل کیږي.»

طالبانو د مطیع الله ویسا په اړه څه نه دي ویلي. هغه لا تر اوسه په ناڅرګند برخلیک سره په زندان کې دی.