ورزش

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د فوټسال لوبې مساوي کېدل

د افغانستان فوټسال لوبډله تېره شپه د آسیا د مرکز د فوټسال (کافا) سیالیو په لړ کې د تاجکستان د ملي لوبډلې په وړاندې دوه پر دوه مساوي پایلې ته ورسېده.

د افغانستان د فوټسال لوبډلې روزنکي مجید مرتضایي له لوبې وروسته وویل: «د افغانستان ملي لوبډلې هڅه وکړه چې لوبه په ځېرتیا مدیریت کړي، ځکه موږ پوهېدو چې د تاجکستان د لیدونکو په ګډون سخت کار په مخکې لرو.»

د افغانستان فوټسال لوبډلې تراوسه په دغو سیالیو کې دوې لوبې ګټلې، په یوه کې یې ماتې خوړلې او یوه یې مساوي پای ته رسولې ده.

د هېواد فوټسال لوبډله په راتلونکې سیالۍ کې له ترکمنستان سره د لوبې ډګر ته ورځي.

د هېواد فوټسال ملي لوبډله اوسمهال ددغو لوبو په نوملړ کې له ایران او تاجکستان وروسته درېیم ځای لري.

د آسیا د مرکز فوټسال سیالۍ د تاجکستان په کوربتوب او د افغانستان، ایران، ترکمنستان، قرغزستان او ازبکستان د ملي لوبډلو په ګډون په دوشنبې ښار کې روانې دي.