فرهنګ او هنر

په استالف کې د کلالۍ صنعت د ژوندي ساتلو لپاره هڅې

دا بازار ټولو هغو کسانو لیدلی چې له شمال او شمالي ختیځو ولایتونو د هېواد پلازمیني ته تګ راتګ کوي، دا بازار د استالف د کلالۍ صنعت بېلګه ده.

خو له دوو کلونو راهیسې دغه بازار پخوانۍ ګڼه ګوڼه له لاسه ورکړې او لږ پېرودونکي لري.

کُلال ملک اکرم وايي: «په تېرو دوو کلونو کې زموږ پلور کم شوی، پخوا به ټولو له موږ توکي اخیستل، خو اوس که یو شتمن کس راشي اخلي یې پرته له هغې نه.»

خو د استالف دغه کلالان وايي، نه پرېږدي دا صنعت له منځه ولاړ شي.

ددې سیمې یو بل کلال نصرالله وايي: «لس کاله کېږي چې دا کار کوم او له دې کار سره ډېره علاقه لرم.»

کلالان له خټې د ډوډۍ خوړلو لوښي، ګلدانۍ، منګي، سرايي او زینتي وسایل جوړوي.

ددغو توکو یو پلورونکی عزیز الله وايي: «هر یو دا لوښی چې تاسو یې وینئ، د تولید لپاره ځانګړي پړاوونه لري.»

 د کُلالۍ صنعت له لرغونو زمانو په افغانستان کې دود و، خو د استالف ولسوالۍ د کلالانو هڅې ددغه صنعت په وده کې ځانګړی ځای لري، خو دا صنعت د مناسب بازار په نشتوالي کې د له منځه تلو له خطر سره مخ دی.