نړۍ

په چین کې د یوه سپورتي سالون د چت غورځېدو په پېښه کې د ۱۱ تنو مړینه

د چین په چیچیهار ښار کې د یوه ښوونځي د سپورتي کلب د چټ د راغورځېدو په پېښه کې ۱۱ تنه مړه شول.

د رپوټونو له مخې، دا پېښه د یکشنبې په ورځ هغه مهال وشوه چې نولس تنه په دغه سپورتي کلب کې په نت بال لوبه بوخت وو.

ددغه هېواد چارواکو ویلي چې پنځه تنه په هماغه شېبه کې مړه شوي او شپږو نورو په روغتون کې ساه ورکړې ده.

تراوسه ددې پېښې د رامنځته کېدو لامل نه دی روښانه شوی.

په جون میاشت کې د چین د شمال لوېدیځ په یوه رستوران کې د چاودنې له ا مله لږترلږه ۳۱ تنه ووژل شول. د لومړنیو پلټنو له مخې د رستوران یو کارکوونکی د ګازو د نل لیکې د رغولو په حال کې و چې چاودنه وشوه.

په اپرېل میاشت کې هم د بیجینګ په یوه روغتون کې د اورلګېدو له امله ۲۹ تنه مړه شول.