افغانستان

افغانستان ته د داعشیانو د لېږد په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په وړاندې د طالبانو غبرګون

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند له ایرانه غوښتي افغانستان ته د داعش د لېږد په اړه معلومات له هغوی سره شریک کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، افغانستان ته د داعش د لېږد په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیرعبداللهیان څرګندونې رد کړې او وې ویل، که ایران په دې هکله معلومات لري له طالبانو سره یې دې شریک کړي ترڅو ددې ډلې غړي اقدام وکړي.

عبداللهیان تازه له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې په وروستیو میاشتو کې د داعش مشران او ددې ډلې مهم غړي له عراق، سوریې او لیبیا له ځینو برخو افغانستان ته لېږدول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان خاورې ته د داعش مشرانو لېږد د طالبانو یوه ننګونه ده.

اخوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره شپه (جمعه د چنګاښ ۳۰مه) په یوه ټویټ کې لیکلي چې افغانستان ته د داعش مشرانو د لېږد ادعا واقعیت نه لري.

بلخي ویلي چې طالب ځواکونو په جدي توګه له داعش سره مبارزه کړې او دغې ډلې تخریبي توانمني له لاسه ورکړې ده.

هغه همداراز ټینګار کړی: «که ایران افغانستان ته د داعش د لېږد په اړه معلومات لري، هیله ده چې شریک یې کړي ترڅو د افغانستان امنیتي ځواکونه لازم اقدامات ترسره کړي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې افغانستان له عربي هېوادونو سره ګډه پوله نه لري.

هغه جوته کړې چې هېوادونه باید د خپلو پولو د امنیت په برخه کې پر خپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي. طالبان چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان ملي امنیت ته زیان ورسوي یا د دې هېواد له خاورې د بل چا خلاف کار واخیستل شي.

بلخي په ټینګار سره له ایرانیو چارواکو وغوښتل چې د افغانستان په اړه د اندېښمنونکو څرګندونو پرځای د دوو «ګاونډیو او دوستو» هېوادونو او ولسونو ترمنځ اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو رغنده اړیکو ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو له دې مخکې هم په افغانستان کې د داعش حضور رد کړی دی.

له بلې خوا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) ویلي چې داعش په افغانستان کې له زرو تر ۳ زره جنګیالي لري.