ښځې

ښځینه سینګارونکې: د سینګارتونونو په تړل کېدو د خوړو لپاره څه نه لرو

Women’s protest in Kabul. Screenshot from protest video.

یو شمېر سينګار کوونکې وايي که د طالبانو له خوا د دوی فعالیتونه ودرول شي، دوی به د خوړلو لپاره ډوډۍ ونه لري.

دغه سينګار کوونکې ټینګار کوي چې دوی د خپلو کورنیو د مصارفو پوره کولو مسولیت لري او د طالبانو له خوا د دوی د فعالیتونو د بندولو پریکړه یوه غیر عادلانه او تبعیضي پریکړه ګڼي.

دغه سينګار کوونکې ټینګار کوي چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

شریفه ۵۹ کلنه ده او له ۴۰ کالو راهیسې په کابل کې سينګار کوي او لسګونو نورو نجونو ته یې سينګار کول ور زده کړي.

هغه وايي چې د دندې له لاسه ورکول ورته د خپل زوی د له لاسه ورکولو په څیر دردناک دي.

سينګار کوونکې شریفه وايي: «د دندې له لاسه ورکول د زوی له لاسه ورکولو په شان دردونکي دي.»

د دغو سينګار کوونکو د اعتراض او د طالبانو له خوا د دوی د اعتراض له ځپلو یوه ورځ وروسته دلته وضعیت دا ډول دی.

د دغه سينګار تون خاونده وايي، چې د يو ميليون افغانيو په لګښت يې دغه سينګار تون جوړ کړی وو او اوس يې د دغه سينګار خونې ټول توکي په شل زره افغانيو ليلام کړي دي.

یوه بله سينګارونکې مژده وایي: «ما په ډېرو ستونزو سالون جوړ کړ خو اوس مجبوره یم وسایل مې لیلام کړم.»

مريم يوه بله‌ سينګار کونکې ده، چې په تېر حکومت کې يې په پوځي برخه کې کار کاوه او په تېرو دوو کلونو کې يې د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره سينګار کولو ته مخه کړې وه.

طالبانو پرون د خپل مشرتابه د پرېکړې پر ضد د ښځو لاريون په تاوتريخوالي سره وځپلو او يو شمېر معترضې وايي چې د طالبانو له خوا وهل شوي دي.

له اعتراض کوونکو سره د طالبانو د چلند په غبرګون یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ پر ټویټر وليکل چې افغانان له تاوتریخوالي لېرې د خپل نظر څرګندولو حق لري.