افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: ترهګر په افغانستان کې امن پټنځای لري

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د شنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو تحریک بریدونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ددې ډلې جنګیالي د افغانستان له خاورې پر پاکستان د برید لپاره استفاده کوي.

نوموړي همداراز وویل چې په پاکستان کې افغان کډوالو ته پناه ورکول د دې هېواد د دولت «لویه تېروتنه» ده.

آصف له اکسپرس نیوز سره په مرکه کې ویلي: «اوسني وضعیت د افغان کډوالو لپاره د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې د پام وړ اندېښنې رامنځته کړې دي. پاکستان افغان کډوالو ته د پناه ورکولو او د دوی د کوربتوب تاوان ورکړی دی.»

ددغه هېواد دفاع وزیر زیاته کړې چې ترهګر په افغانستان کې امن پټنځایونه لري.

هغه وویل: «د تحریک انصاف دولت د خپلې واکمنۍ پرمهال لویې تېروتنې او د دولت خلاف یې جنایتونه کړي. څه د پاسه ۳۰۰ زره کسان دلته راوستل شوي په داسې حال کې چې ۵۰۰ زره نور له وړاندې دلته موجود وو.»

آصف وویل: «موږ په تېرو څلورو کلونو کې څه کړي؟ اوس موږ باید په پاکستان کې د پناه غوښتونکو د مسلې لپاره حل لاره پيدا کړو.»

د پاکستان دغه لوړپوړي امنیتي چاواکي وویل: «په تېرو وختونو کې یو ترهګر چې په یوه ځانمرګي برید کې به یې لاس درلود د ناروغ لرونکي په توګه به پاکستان ته راته. اوس افغانان هم په دغه راز پېښو کې لاس لري چې د منلو وړ نه دي.»

آصف زیاته کړې چې دا موضوع یې کابل ته په خپل وروستي سفر کې له طالب چارواکو سره هم شریکه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «افغان دولت (طالبانو) هم موږ ته یو لړ وړاندیزونه وکړل. د دوی ځواب منفي نه و، خو له بده مرغه دا پېښې په پاکستان کې نه دي درول شوې. موږ باید د دې ستونزې لپاره بیړنۍ حل لاره پیدا کړو ځکه زموږ لپاره د منلو وړ نه ده. موږ بېلابېلې لارې لرو او کابل باید دغو مسایلو ته د رسېدنې لپاره له موږ سره تعامل ولري.»

د پاکستان د دفاع وزیر همداراز ویلي چې هېواد کې له فرقه‌يي نښتو سره مخ نه دی، خو پاکستان د اوسني وضعیت له امله لوی زیان زغملی دی.

هغه وویل: «نړۍ باید پوه شي چې دوی ته څه پېښېږي، موږ له ۳۵ کلونو راهیسې له هغوی سره همکاري کوو.»