افغانستان

د لومړنیو امکاناتو له نشتوالي د کونړ د ناریت سیمې د اوسېدونکو شکایت

د کونړ له مرکز اسدآباده لیرې نوي کیلومترۍ کې د نورګل ولسوالۍ ناریت درې ته ورځو.

خرابو سړکونو دغې درې ته تګ ګران کړی او هره شېبه د موټر د چپه کېدو امکان شته.

دا سړک چې کابو اویا کیلومتره اوږدوالی لري دولت نه بلکې ولسي خلکو جوړ کړی او دلته اصلي ستونزه هغه مهال څو برابره کېږي چې څوک خپل ناروغ روغتیايي مرکز ته رسوي.

د ناریت سیمې اوسېدونکی ګل صدیق وايي: «موږ په ناریت کلي کې شاوخوا شپږ زره کسان ژوند کوو، دلته اقتصادي حالت ښه نه دی موږ په عشریز ډول دغه ۷۰ کیلومتره سړک جوړ کړی خو بیا هم زموږ ستونزې پرې نه حل کېږي ځکه دا د غرونو په لوړو څوکو تللې لار ده او هر وخت پکې موټر په ډېره سختۍ تګ راتګ کوي.»

دا دره له کلونو راهیسې د دولت او رسنیو له لیده لیرې وه او اوسېدونکي یې له نوې ټکنالوژۍ او پرمختللي ژوند سرسه نابلده دي.

د ناریت سیمې اوسېدونکی ګل شېر وايي: «ددې لارې د خرابوالي له امله يې د کورنۍ دوه غړي له لاسه ورکړي، ناروغان چې په بد حالت کې وي لېږدول یې ډېر ګران دي زموږ غږ تراوسه چا نه دی اورېدلی غواړو چې ستونزو ته موږ رسېدنه وشي.»

له پخوا راهیسې د دولتونو بې پامي تل د دې سیمې د اوسېدونکو لپاره دردونکې ده.

د نورګل لپاره د طالبانو ولسوال خان ګل وايي: «مونږ ددې ستونزي د هواري په موخه ولایتي ادارې او نړیوالو موسسو ته ویلي او هغوی ژمنه راسره کړې چې دا ستونزې به حل او د خلکو ژوند به ښه شي.»

اټکل کېږي چې په دې دره کې شپږ زره تنه اوسېږي او په پشه‌يي او ګوجري ژبو خبرې کوي او لا هم پخواني دودونه پالي. دوی وايي، ددې درې په لیرې برخو کې داسې کسان هم شته چې له دې درې نه دي وتلي او تراوسه یې آن د کونړ مرکز نه دی لیدلی.