افغانستان

جان بس د افغانستان په اړه د خبرو په موخه اسلام آباد او دوحې ته ځي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مرستیال جان بس ویلي، چې دی به دسیمې د رسمي سفر په ترڅ کې قطر او پاکستان ته ولاړ شي.

جان بس پر ايکس ټولنيزه شبکه ليکلي، چې د ده د سفر موخه له قطري او پاکستاني چارواکو سره د دوه اړخېزو اړېکواو ګډو سيمه ييزو امنيتي ګټو په اړه خبرې کول دي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال به د افغانستان او د سیمې پر امنیت د خبرو په موخه دوحې او اسلام اباد ته سفر وکړي.