افغانستان

پاکستان په دوو ورځو کې تر ۱۰۰۰ ډېر افغان کډوال شړلي دي

په تېرو دوو ورځو کې (جمعه، دغويي٧ او پنجشنبه، دغويي٦) له ۱۰۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه په زوره ایستل شوي دي.

دطالبانو کډوالو چارو وزارت پر ايکس يوې خبرپاڼې کې ویلي، چې په دوو ورځو کې ١زرو ٢۴۳ تنه کډوال له دغه هیواده شړل شوي دي.

په دغو کډوالو کې چې ۱۳۹ کورنۍ شاملې دي، ۷۵۱ تنه یې د سپین بولدک له لارې او ۴۹۲ تنه يې د تورخم له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

له بلې خوا دطالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس د راپور پر بنسټ، یوازې په یوه ورځ (جمعه، ۷ غويي) د هېواد ۲۳۳ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه ویستل شوې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، ۴۵ کورنۍ د تورخم له لارې، ۵۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۵۳ کورنۍ د نیمروز له پولې، ۸۳ کورنۍ د هرات له اسلام قلعه او ۲ کورنۍ د پکتیکا له پولې څخه هېواد ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په دغه هيواد کې د هغو کډوالو د پاتې کیدو موده چې دثبت کارتونه (POR) لري د نورو دوو میاشتو (د جون ٣٠مې) پورې وغځوله.