نړۍ

په سویلي کوریا کې د سختو ورښتونو او ځمکې ښویېدو له ا مله اوه تنه مړه شول

په سویلي کوریا کې د سختو بارانونو په درېيمه ورځ د ځمکې د ښویېدو له امله اوه تنه مړه او درې نور بې درکه شوي دي.

ددغه هېواد چارواکو ویلي چې د شنبې په ورځ سخت ورښتونه د ځمکې د ښوېیدو او یوه بند اوبو د راتلو لامل شوي دي.

د سویلي کوریا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د شنبې ورځې له غرمې مخکې یوولسو بجو پورې کابو یو زر او ۵۶۷ تنه له زیانمنونکو سیمو ایستل شوي او ټاکل شوې څه د پاسه اوه زره نور هم امنو سیمو ته ولېږدول شي.

چارواکو ټینګار کړی چې ښايي لازیات کسان له زیانمنونکو سیمو ولېږدول شي ځکه د دغه هېواد د شمال چونګ چئونګ ولایت د ګوسان بند اوبه زیاتې شوې دي.

د کوریا د اورګاډي شرکت اعلان کړی چې ټول کرار او ځینې ګړندي اورګاډي یې درولي دي.

دغه شرکت زیاته کړې چې نور ګړندي اورګاډي ښايي په ځنډ سره حرکت وکړي، ځکه د ځمکې ښویېدل، سېلاب او د ډبرو غورځېدو د رېل لارې خوندیتوب له خطر سره مخ کړی دی.

د سویلي کوریا لومړي وزیر هان داک سو د شنبې په ورځ له دولتي سازمانونو سره په کتنه کې ددغه هېواد له پوځ څخه غوښتي چې د ژغورنې او مرستې رسولو په فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي او له دولتي چارواکو سره د وسایلو او انساني ځواک په برخو کې همکاري وکړي.