سوداګري

کابل کې د الوتکو د ټکټونو د بيو لوړېدل

په کابل کې مسافرين د الوتکو د ټکټونو د بیې په لوړوالي نیوکه کوي او وايي چې طالبان د کورنیو او بهرنیو الوتکو د ټکټونو پر مدیریت څارنه نه لري.

د ځینو ګرځندوی شرکتونو د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال د کابل – تهران ټکټ بیه له ۲۷۰ ډالرو ۳۳۰ او د کابل – دوبۍ د ټکټ بیه له ۵۰۰ ډالرو ۶۵۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.
د دې ترڅنګ د نورو لارو لکه کابل – استانبول او کابل – جدې د ټکټ بیه د تېرې اونۍ په پرتله په بې سارې توګه لوړوالی ښيي.

د الوتکې ټکټونو د بیې لوړوالي د يو شمېر مسافرو جدي اندېښنې هم راپارولي دي.
یو شمېر مسافر وايي، د دغې ستونزې له امله نه شي کولای خپل ناروغان بهر ته انتقال کړي.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې د الوتکو د ټکټونو بیې د مالیاتو او تېلو د بیو په پام کې نیولو سره اندازه کیږي او کله کله د مسافرو د کمښت له امله بیې لوړیږي.

طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسیدو وروسته د ځمکنیو خدمتونو، د افغانستان د هوايي حریم او د افغانستان د هوايي ډګرونو د هوايي حریم امنيت د متحده عربي اماراتو GAC شرکت ته سپارلی، تمه وه چې دا شرکت به د پانګونې په جلب او جذب او د فلای دوبۍ، العربیه او متحده عربي اماراتو په څېر لويو هوايي شرکتونو سره د الوتنو د پيل لپاره هڅې وکړي، خو له یوه کال څخه د زياتې مودې په تېرېدو دغو شرکتونو تراوسه افغانستان ته خپلې الوتنې نه دي پیل کړي.