افغانستان

طالبانو نن څلور تنه د کابل په پغمان ولسوالۍ کې په دُرو ووهل

File photo from a public flogging incident in the central Parwan province. 2022.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې دا څلور تنه د «فسق او فجور» په تور د کابل د قرغې له بند څخه نیول شوی وو او هر یو ۲۰ دُرې وهل شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې دا څلور تنه پر درې میاشتې بند هم محکوم شوي دي.

له دې مخکې د بشري حقونو دفاع کوونکو بنسټونو، د طالبانو خوا د تورنو کسانو بدني سزا غندلې او ویلي یې دي چې دا تورن مدافع وکیلانو ته لاس‌رسی نه لري.